د افغانستان او ایران ځينو ښځینه فعالانو د کاناډا پارلمان ته یو غوښتلنیک وړاندې کړې چې پکې یې د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندنې لپاره غوښتنه کړې. دا غوښتنلیک «ښځې د اسلامي قوانینو تابع هېوادونو» او «د افغان ښځو لپاره د کاناډا ښځې» په نوم بنسټونو له لوري چمتو شوی دی. د دغه غوښتنلیک لاسلیک کوونکو د کاناډا له حکومته غوښتي چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې د ښځو پر وړاندې د سمبال شوي تبعیض د له منځه وړلو په موخه د نړیوال پوهاوي او ملاتړ په لوړاوي او ترلاسي کې مرکزي رول ولوبوي. په دغه لیک کې له کاناډا غوښتل شوي چې په ملګرو ملتونو کې د جنسیتي اپارتاید یو حقوقي چوکاټ پلان کړي او له پلي کولو یې ملاتړ وکړي. له افغانستان او ایران څخه ښځينه فعالانو له کاناډا غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو له کمېټې سره د یوې عمومي سپارښتنې په مسوده کار وکړي، څو د جنسیتي اپارتاید د مخنیوي لپاره نړیوالې ژمنې په ګوته کړي.
اعتراضي خوځښتونو او ښځينه فعالانو له دوو کالو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني. هغوی پرلپسې غوښتنلیکونو کې د بشري حقونو له بنسټونو په ځانګړې ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندنې لپاره لاس په کار شي او له مخې یې طالبان تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راولي.
تازه له افغانستان او ایران څخه ځينو ښځينه فعالانو په کاناډا کې د دوو بنسټونو په همکارۍ د دغه هېواد پارلمان ته یو غوښتنلیک استولی او په هغه کې یې د جرم په توګه جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جنایت پېژندلوغوښتنه کړې ده.
«ښځې د اسلامي قوانینو تابع هېوادونه» او «د افغان ښځو لپاره د کاناډا ښځې» په نوم دوو بنسټونو په افغانستان او ایران کې له بشري حقونو وروستیو سرغړونو ته د رسېدګۍ لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده. دا غوښتنلیک د کاناډا د پارلمان غړي علي احساسي له خوا د دغه مجلس د بشري حقونو کمېټې ته وړاندې شوی دی.
په دې غونډه کې له افغانستان او ایران څخه یو شمېر ښځينه فعالانو برخه لرله او له دغو هېوادونو دوو یې د ښځو وضعیت په اړه خبرې وکړې. ظریفې یعقوبي له افغانستان او اظعم جنګراسوی له ایران څخه په دغو دوو هېوادونو کې د ښځو وضعیت په اړه خپل شهادت وړاندې کړی دی.
دغو ښځو د کاناډا له حکومت څخه غوښتني چې په نړیوالو غونډو کې نور هیوادونه وهڅوي، څو د نړیوال قانون له مخې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه وپیژني.
د دغه بنسټونو په غوښتنلیک کې ویل شوي چې د کاناډا حکومت کولای شي په افغانستان او نورو هیوادونو کې د ښځو پر وړاندې د سمبال شوي تبعیض د له منځه وړلو په موخه د نړیوال پوهاوي او ملاتړ په لوړاوي او ترلاسي کې مرکزي رول ولوبوي. په دغه لیک کې له کاناډا غوښتل شوي چې په ملګرو ملتونو کې د جنسیتي اپارتاید یو حقوقي چوکاټ پلان او له پلي کولو یې ملاتړ وکړي. د هغوی په باور، دا چوکاټ باید د جنسیتي تبعیض د مخنیوي او تعقیب لپاره روښانه ژمنې او میکانیزمونه په پام کې ولري.
دغه راز دغو ښځينه فعالانو له کاناډا غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو له کمېټې سره د یوې «عمومي سپارښتنې» په مسوده کار وکړي، څو د جنسیتي اپارتاید د مخنیوي لپاره نړیوالې ژمنې په ګوته کړي. هغوی د ملګرو ملتونو د نوي کنوانسیون له مسودې چې د جرم په توګه جنسیتي اپارتاید پېژندنې لپاره ده، د کاناډا د ملاتړ غوښتنه کړې.
په کاناډا کې د ښځو له حقونو د دفاع دغو دوو بنسټونو غړو د دغه هېواد له پارلمانه غوښتي چې د طالبانو له خوا د شویو جرمونو په اړه د نړیوالې جنايي محکمې د څېړنو بهیر له چټکېدو ملاتړ وکړي. دغو ښځینه فعالانو د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په ملاتړ چې دا مهال په ایران کې بندي ده، د ایران او افغانستان له نامتو فعالانو د دې موضوع د څارلو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، په دې غونډه کې اعتراض کوونکې ظریفې یعقوبي د طالبانو له خوا د ځان د زنداني کېدو کیسه کړې ده. هغې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځې نوم اخیستل «جرم» دی. مېرمن یعقوبي ټينګار کړی چې د ښځې، شیعه مذهبې او هزاره توکمې له امله زنداني شوې، ربړول شوې او سپکه شوې ده. د مېرمن یعقوبي په خبره، کوم حالت یې چې د طالبانو په زندان کې تېر کړی، هېڅکله به یې له یاده ونه وځي.
نوموړې زیاته کړې: «په زندان کې طالبانو سخته وهلې، ربړولې او هغه یې له روحي او جسمي پلوه ځپلې ده چې د دغو ربړونو اغېزې يې اوس هم روح په عذابوي او د دې لپاره چې هغه سختې ورځې هېرې کړي، لا هم درمل خوري.»
ظریفې یعقوبي د کاناډا د پارلمان غړو ته ویلي چې د ښځو لپاره د طالبانو په زندان کې هېڅ ډول روغتیايي چوپړونه نه و. نوموړې ټينګار کړی چې په ۴۱ ورځو کې یې د ځان وینځلو او د کورنۍ له غړو سره د لیدلو اجازه نه لرله. مېرمن یعقوبي د دغې غونډې له غړو غوښتي، هغه څه چې پر دې په زندان کې تېر شوي، تصور یې کړي.
دغې معترضې ښځې په زندان کې له هغې سره د طالبانو د چلن په اړه وویل: «پېل قوم او مذهب ته په سپکاوي وشو. وروسته دې له ویښتانو نیسي او هغه ځای ته دې بیايي چې ربړونې پکې کېږي او د برېښنايي شاټونو او لغتو له امله بېهوښه شې او وروسته دې هغه ځای ته واچوي چې په هوښ شې، هلته یې سړې اوبه اچولې وي او له دې ټولو سره ځان بختور وګڼې. ولې؟ ځکه له دیوالونو او له بل چته د ځينو مېرمنو غږونه اورې چې په ژړغونې غږونو وايي چې ومې وهئ؛ خو جامې راځينې مه باسئ او تېری مه کوئ او د هغو سړیو غږونه اورې چې له چته راځوړند دي او وايي هیله کوم خلاص مې کړئ.»
دغې افغانې فعالې په ژړغونې غږ او ډک ستوني د دغه غونډې غړو ته په اشارې وویل: «ګرانه ده هغه شرایط په خبرو کې بیان کړم او زه پوهېږم هغه ښځې چې د دې وحشي ډلې له خوا زنداني شوې دي لکه نرګس، وسیمه، ژولیا…. هغه ښځې چې لا هم هلته دي لکه منیژه چې څه پرې تېرېږي! دا ورځې به په تاریخ کې ثبتې شي او تاریخ به یې قضاوت وکړي چې نړۍ افغان ښځې او نارینه له یاده ویستلي دي.»
هغې له کاناډا وغوښتل چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي او په دغه هېواد کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو کې دې تر نورو مخکښ شي.
ورته مهال، د ښځو حقونو یوې فعالې زرقا یفتلي چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې، وايي چې د افغانستان او ایران د ښځو یوې ډلې د جنسیتي اپارتاید رسمیت پېژندنې په موخه د کاناډا د پارلمان له غړو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت سره جلا جلا ناستې کړې دي. د ښځو حقونو دا فعاله زیاتوي چې هغوی د کاناډا له دولته غوښتي چې په قوانینو کې جنسیتي اپارتاید د جرم په توګه وپېژني او پر بنسټ یې په نړیوالو کمپاینونو او مبارزو کې برخه واخلي.
د مېرمن یفتلي په خبره، دغو ښځینه فعالانو د کاناډا له حکومته غوښتي چې له بشري او ښځو حقونو د قوي دود د ملاتړ له امله، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې له کمپاینه او په نړیوالو محکمو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو له سرغړاوي ملاتړ وکړي.
دا غوښتنلیک په داسې حال کې د کاناډا پارلمان ته سپارل شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځهپنځوسمې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور وړاندې کړی دی.
په دغه راپور کې د ښځو، ماشومانو، قومي او مذهبي لږکیو، د پخواني حکومت پوځيانو او په افغانستان کې د نورو زیانمنونکو کسانو له ناوړه بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودل شوې ده. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له ښځو سره د طالبانو د دوه ګوني چلن مساله باید نه یوازې په نړیواله جنايي محکمه، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې په خبره یې، د بشر حقونو د نقض اړوند قضیې پکې فیصله کېږي.