۸صبح خبر ورکړی، چې په دې وروستیو کې «د افغانستان د بشری حقونو د فعالانو سازمان» له دیني عالمانو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو کړنو پر وړاندې چې د دې ډلې د مطلوب حجاب د نه رعایتولو په پلمه د هغوی نیول، شکنجه کول او سپکول پکې شامل دي، ودریږي او په دې برخه کې اعتراض وکړي. د دغه سازمان په وینا، له ښځو سره د طالبانو چلند د هېواد له دودونو او کلتور او دیني لارښوونو سره په ټکر کې دی او له همدې امله د مخورو کسانو لپاره اړینه ده چې چوپتیا ماته کړي او دغه کړنې وغندي او اجازه ورنه کړي چې دغه چلند دوام ومومي.
هرکله چې یو بې پرې څارونکی هغه څه ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روان دي، وګوري پر دې د پوهېدو لپاره ډېرې هڅې ته اړتیا نه لري چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نه یوازې اسلامي او دیني نه دی، بلکې د اسلام د بدنامولو زمینه برابروي او د بد خواهانو ژرندې ته اوبه ورکوي او خلک په ټوله کې له دیني لارښوونو کرکجن کوي. هغه څه چې طالبان د دین په نوم او د نړۍ د سترګو پر وړاندې ترسره کوي، په ټوله نړۍ کې د خلکو ويښ وجدانونه ځوروي او دا چې طالبان هڅه کوي خپلو کړنو ته اسلامي پوښښ ورکړي، پایله یې دا ده چې په نړۍ کې له اسلامه د کرکې زیاتېدو ته لمن وهي. په همدې دلیل د هغو دیني عالمانو لپاره چې ځانونه د اسلام ریښتیني مدافعان او تل د اسلام په صحنه کې ګڼي، مناسبه ده چې د طالبانو دا چلند وغندي او اسلام د دې ډلې له منګولو وژغوري.
د «افغانستان د بشري حقونو فعالان» له دیني عالمانو تمه لري چې د طالبانو د چلند پر وړاندې اعتراض وکړي، له دې مسألې ښکاري چې د دغه بنسټ کارکوونکي داسې تصور کوي چې په افغانستان کې دیني عالمان په ټولنه کې پراخ نفوذ لري او باید له دغه نفوذه د انسانانو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او کرامت د دفاع لپاره کار واخلي. په دې کې شک نشته چې دیني عالمان په افغاني ټولنه کې د خبرو نفوذ لري او په اسانۍ سره کولای شي د خلکو له دیني احساساتو په استفادې خلک ځینو کارونو ته وهڅوي او له ځینو کړنو یې راوګرځوي، خو ایا هغوی غواړي چې له خپل دغه نفوذ او اغېزه د طالبانو د ناسمو کړنو پر وړاندې ګټه واخلي؟ ريښتیا خبره دا ده چې په ټوله کې دیني عالمان نه غواړي چې بیه پرې کړي او ځانونه له طالبانو سره په تقابل کې راولي او د دې ډلې حکومت له ستونزو او سر خوږي سره مخ کړي. په راتلونکو څو کرښو کې به د دیني عالمانو د دې تګلارې د خپلولو عوامل بیان کړم.
دردوونکی حقیقت دا دی چې د دیني عالمانو مطلق اکثریت نه یوازې دا چې د طالبانو د رژیم پر ضد اعتراض نه کوي، بلکې خپله ټوله انرژي یې په دفاع او ملاتړ لګوي. دیني عالمان خپلې ګټې د طالبانو له ګټو سره یو شان ګڼي او فکر کوي چې د طالبانو د واکمنۍ نسکورېدل د دې لامل کیږي چې دیني عالمان خپل رول او نفوذ له لاسه ورکړي او منزوي شي. موږ پوهیږو چې د طالبانو مشران له دیني مدرسو فارغ شوي او په اصطلاح «قاريان» «ملایان» یا «مولويان» دي او له دې پلوه له نورو دیني عالمانو سره ډېر مشترکات لري او د یو بل پر ژبه ښه پوهیږي. د طالبانو ډیری غړو په دیني مدرسو کې زده کړې کړي او له همدې امله دیني عالمانو ته د نږدېوالي احساس کوي او دیني عالمان هم هغوی خپل او ځان ته نږدې ګڼي. طالبانو له واکمنېدو راهیسې هڅه کړې چې د ملایانو مادي اړتیاوې پوره کړي او په دې برخه کې یې هغوی پر بېلابېلو دولتي پوستونو ګومارلي او لوړ پوستونه یې ورکړي دي. طالبانو په عمل کې ثابته کړې ده چې دوی د ملایانو د ګټو د خوندي کولو لپاره کار کوي او دا مسأله د دې لامل شوې چې د ملایانو پوره رضایت ترلاسه کړي. د يادونې وړ ټکی دا دی سره له دې چې طالبان د مسايلو په تړاو قومي لید لوری لري، خو کله چې نورو قومونو ته ځي، نو هڅه کوي چې د هغوی په منځ کې ديني عالمان ومومي او تفاهم او جوړجاړي ته ورسيږي او د دیني عالمانو له لارې په نورو قومونو کې نفوذ پيدا کړي. طالبان له پښتنو پرته نورو قومونو کې د نفوذ لپاره مذهبي علما تر ټولو ښه وسیله ګڼي.
دا څرګنده نه ده چې ولې د بشري حقونو یو بنسټ له دیني عالمانو تمه لري چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر ضد د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې اعتراض وکړي، په داسې حال کې چې دیني عالمان پخپله د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د رد او نفي په برخه کې نه دفاع کېدونکې کارنامې لري. په بله وینا، د ښځو له طبیعي او لومړنیو حقونو د انکار په تړاو د طالبانو دیني انګېرنه د دیني عالمانو له دیني تعبیر سره توپیر نه لري. د جمعې په ورځ په جوماتونو کې د دیني عالمانو د ویناوو اصلي برخه د ښځو له حقونو او ازادۍ سره مخالفت دی. په جمهوري نظام باندې د ملایانو تر ټولو مهمه نیوکه دا وه چې ولې دې نظام ښځو ته ازادي ورکړې او په ټولنه کې یې د هغوی رول او فعالیت پیاوړی کړی دی. د یوه دودیز دیني عالم په نړۍ لید کې د یوې ښځې د مخ لوڅېدل یا د ویښتانو ښکاره کېدل د هیوادوالو د حقونو تر سیستماتیک نقضه خورا خطرناک دي. که داسې نه وي، نو ولې پخوا ملایانو د موسیقۍ د کنسرت د مخنیوي لپاره د ټول ښار نظم ګډوډاوه، خو اوس چې د طالبانو له خوا د دې خاورې د ملیونونو وګړو لومړني حقونه له پامه غورځول شوي، نه یوازې دا چې اعتراض نه کوي، بلکې د توجیه کولو لپاره یې د آیت، حدیث او د سلف صالحینو د سنت خبره کوي.
پخوانی نظام چې شل کاله یې دوام وکړ، پر هغو ستونزو سربېره چې لرلې یې او له هغو ستونزو سره سره چې د سقوط له اصلي عواملو یې وې، دا ښېګڼه او د قوت ټکی درلود، چې هڅه یې کوله افغاني ټولنه له عصري ارزښتونو او مفاهیمو سره اشنا کړي. په دې برخه کې یې یو له بنسټیزو ګامونو دا و، چې هڅه یې وکړه زده کړې عامې کړي او د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته یې امکانات ورسوي. البته په دې برخه کې فساد، اختلاس او بې کفایتي هم وه، خو هغه بهیر چې د بن له کنفرانس وروسته پیل شو، ورو ورو هېوادوال له یوه نوي افق سره اشنا کړل او داسې چاپېریال یې رامنځته کړ، چې نجونې او هلکان اوږه په اوږه ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي او له نویو علومو سره اشنا شي. هغه څه چې دلته یې یادونه اړینه ده دا دي چې په هغه کلونو کې ملایان تر ټولو مهم پاړکی و چې د نجونو د زده کړې د مخ پر ودې بهیر پر وړاندې یې ډبرې غورځولې او ټوله هڅه یې دا وه چې له کاره یې واچوي او شنډ یې کړي. ملایان له ډېر پخوا راهیسې له عصري زده کړو سره مخالف وو او پر همدې بنسټ یې د نجونو له زده کړو سره مخالفت اوږده کیسه لري.
دا ټکی باید له پامه ونه غورځول شي چې په اوس وخت کې د طالبانو د کړنو پر وړاندې د خلکو اعتراض یو خطرناک عمل دی او کېدای شي چې اعتراض کوونکي له یوه ناوړه او عبرتناک برخلیک سره مخ کړي. طالبانو یو وسپنیز نطم جوړ کړی او د بیان او عقیدې د ازادۍ په نوم څه په رسمیت نه پیژني او د خپل رژیم پر وړاندې هر ډول منفي غبرګون ته جدي ځواب ورکوي. دا بې دلیله نه ده چې په افغانستان کې فعالې رسنۍ په یو ډول د طالبانو لپاره پر سټېج بدلې شوې او د جدي نیوکو او اعتراضونو د منعکسولو جرأت نه کوي. که موږ دې مسألې ته له دې زاویې وګورو، نو له دیني عالمانو به دا تمه ونه کړو چې دا خطر ومني او قطعي او عیني خطرونو ته غاړه کیږدي او د طالبانو پر ضد په اعتراضونو سره له خپل برخلیک سره لوبې وکړي. له دې سره سره په اوسنيو حالاتو کې لږ تر لږه هغه څه چې دیني عالمان یې کولای شي دا دي چې چوپه خوله پاتې شي او د ظالمانو د ظلم په ستاینه کې مبالغه ونه کړي او غوړه مالۍ ته مخه نه کړي. د داسې حاکمیت تر څنګ د دیني عالمانو درېدل چې د خپل بنسټ د ټینګښت په لاره کې دیني لارښونو ته ژمنتیا نه لري او د بشري حقونو نړیوال اصول هم بې ارزښته ګڼي، د دغه پاړکي لپاره د شرم خبره ده.
یوه مسأله چې دلته یې باید یادونه وشي دا ده چې د طالبانو رژیم ولسي رژیم نه دی او د خلکو له رایو او رضایته یې مشروعیت نه دی اخیستی او په دې ډول بحثونو هېڅ باور نه لري. دغې ډلې د جګړې او وینې تویولو له لارې واک ترلاسه کړی دی. په همدې دلیل ولسي یا غیر ولسي اعتراضونو ته ارزښت نه ورکوي. اوس مهال نړیوال سازمانونه او د نړۍ هېوادونه د طالبانو د انحصاري سیاست او د دغې ډلې د ناوړه چلند پر وړاندې اعتراضونه کوي، خو تر اوسه دغه ټول اعتراضونه بې پایلې دي او د طالبانو په دریځ کې یې لږ بدلون هم نه دی راوستی. نو که فکر وکړو چې د طالبانو پر کړنو د دیني عالمانو اعتراض او نیوکې ښايي دا ډله دې ته اړه کړي چې پر خپلو دریځونو له سره غور وکړي، یوه لویه تېروتنه مو کړې ده. طالبان د ملا هبت الله اطاعت پر ځان واجب ګڼي او د هغه امر تر هر څه لوړ ګڼي او نیوکه او اعتراض نه زغمي.
طالبانو په زور واک ترلاسه کړی او د قوت تر ټولو مهم ټک یې پوځي ځواک دی. دا ډله د حساب خبرې نه اوري. او د غرور په اوج کې ده، ځکه ګومان کوي چې یوه زبرځواک یې ته ماتې ورکړې او له افغانستانه تېښتې ته یې اړ کړی دی. موږ نه شو کولای چې د دې ډلې نظرونه او چلندونه د زاریو او هیلو له لارې بدل کړو. تر څو چې طالبان له ننګونو سره مخ نه شي، د پخوا په څېر کړنلاره ته دوام ورکوي او ښايي د هېوادوالو او ښځو پر وړاندې د دوی سخت دریځي نوره هم زیاته شي. طالبان دیني عالمانو ته غوږ نه نیسي او یوازې د تبلیغاتي وسیلې په توګه ترې ګټه اخلي.