یو وخت مې د بي بي سي له راډیو په ماښامنۍ خپرونه کې د یوه طالب قومندان مرکه اورېده چې په هیواد کې د هرې ستونزې حل يې اسلامي نظام! بالئ؛ له هغه چې به پوښتنه وشوه، ده به ویل، اسلامي نظام کې د دې لپاره حل موجود دی.
اوس پوښتنه دا ده چې طالب د کوم نظام لپاره جګړه کوله، هغه نظام راغلی دی او په راس کې يې ټول د طالبانو خوښ کسان دي، ایا د هیواد سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، ژبني، قومي، سمتي، ډپلوماټيکې او اداري ستونزې حل شوې دي؟!
د دې پوښتنې د مثبت ځواب جرأت نه طالبان لري او نه نور د چارو شنونکي، که یو څوک په پټو سترګو همدا خبره ومني، چې هو هرڅه ستونزې حل شوې دي، نو دا ځواب به يې له هغه واقعیت سره اړخ نه لګوي چې موږ يې په خپل هیواد کې په سترګو وینو، له رسنیو څخه يې اورو، خپله طالبان يې مني او د ګڼو مصیبتونو له امله ولس له یوه واړه قیامت سره مخ دی.
ښه نو هغه اسلامي نظام چې د ستونزو د حل کیلي ورسره وه، هغه نظام چې د تاریخ په پاڼو کې يې ورڅخه په زرین دور یادونه کېږي، هغه چې تر چتر لاندې به يې د خلکو ژوند بلاتشبیه د جنت غوندې وي، ولې ه قایمېږي او دلته شته ستونزو ته حلا لارې ولې نه وړاندې کوي؟
تقریبا له یوې پېړۍ را هیسي موږ دا درک کړې ده چې په ټولنه کې ستونزې شته، تر دې مخکې چې عوامل يې درک کړل شي، خلک ولاړ شوي دي، د شته ستونزو د حل لپاره يې لاس او پښې وهلې دي، مګر د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي، لا يې نورې هم زیاتې کړې دي.
د امیر امان الله خان خلاف پاڅون پای کې دا نتیجه ورکړه، چې د هغه پر ځای امیر حبیب الله (چې په بچه سقاو مشهور شو)، د واک واګې په لاس کې ونیسي، د دولت خزانه خالي شي، له چارو ناخبره کسان د واک پر ګدۍ کينې او په تېرو وختونو کې چې مو هر څه لاسته راوړنې در لودې، هغه ټولې اوبو لاهو کړې.
بیا د شاهي دورې خلاف جمهوري نظام راغی، سردار داؤد خان خپل ځان رئیس جمهور ونوماوه، اما ستونزې پر ځای پاته وې، د دې پر ځای چې حل شي، هغه او نظام دواړو يې سر پکې وخوړ، تر دې وروسته د خلقیانو دوره شوه، دوی به د قدرت نیولو لپاره د خپلو ملګرو پر وژلو هم صرفه نه کوله، یو په بل پسې يې په لنډه موده کې چوکۍ لاس په لاس شوې، د چارو واګې کله د یوه او کله د بل ګوند لاس ته ورغلې، اما هيڅ ګټه يې ونه کړه او حالات ورځ تر بلې نور هم پسې ترینګلي شول، ستونزې زیاتې شوې، اخیر نظام سقوط وکړ، په اصطلاح د مجاهدینو دوره راغله، هغوی چې له لومړۍ ورځې ښارونو ته راغلل، د واک لپاره يې چوکۍ تشه ولیده، نو هر یوه يې هڅه کوله چې پر کينې او ځان ورته وړ او مستحق ښکاره کېدی!
تر لنډې دورې وروسته طالبان راغلل، مجاهدین يې وشړل او دوی پر هیواد واکمن شول! د خلکو تمه وه چې دوی به امنیت راولي، له خلکو سره به ښه برخورد وکړي، له نړۍ سره به ښې اړیکې ولري، تعلیم به ورسره ښه شي، خلک به هوسا شي! مګر دا هر څه خوب شول، طالبانو لا خپلې پښې نه وې ټینګې کړې چې له نړۍ سره يې ډغرې شروع کړې، په د نړۍ په کچه خطرناکو کسانو ته يې په هیواد کې ځای ورکړ او اخیر يې نتیجه د دوی او نظام له منځه تګ و.
بیا شل کاله د جمهوریت دوره وه. د یوې پېړۍ ستونزې همداسې ناحل پاته وې، د دې پر ځای چې د ستونزو په واقعي عامل پسې وګرځي او د حل لپاره يې واقع طرح وړاندې شي، یوازې به خبرې کېدلې، پایله يې د نظام سقوط او د طالبانو بیا واکمنېدل و.
دغه یوې پېړۍ ته که په غور وکتل شي، د هر نظام په اړه ځانګړې څېړنه وشي، د راتګ او بېرته تګ په اړه يې تحقیق وشي، په تر لاسه شویو نتیجو يې ښه فکر وشي، موږ ته دا روښانه کوي چې د ستونزو د حل لپاره یوه نظام هم په کامله توګه سهي نسخه نه وه وړاندې کړې! دا سمه ده چې په ځینو برخو کې به هر نظام یو څه کار کړی وي، اما یوه نظام هم په ټوله معنا ستونزې درک نه کړې او چې د ستونزو تشخیص ونه شو، حل لارې که وړاندې هم شي، هسې خوشي هوايي حل لارې به وي چې په عینیت کې هيڅ بدلون نه شي راوستلای.
یوازې د نظام د نوم له بدلون سره ستونزې نه حل کېږي! نظام ته که هيڅ نوم ور نه کړل شي، خو چې د ټولنې ستونزې درک کړي او واقعي حل لارې ورته را وباسي، بې له هيڅ نومه هم یو نظام کولای شي چې ستونزو ته رسيدګي وکړي. نه تش په نوم جمهوریت د هیواد د ستونزو حل دی، نه یوازې شاهي نظام حل لار ده، نه اسلامي نظام حل وړاندې کولای شي، نه دکتاتوري د ستونزو د حل کیلي له ځان سره لري!
تر هغو چې په هیواد کې شته واقعي ستونزو ته د واقعیت په سترګه نه وي کتل شي، دلته شته ترخه حقایق د حقایقو په توګه نه وي منل شوي، دقیق تشخیص او سهي نسخه يې د ټول ملت په غوښتنه، همکاري او کامل رضایت وړاندې شوي نه وي، هيڅ نظام هم نه شي کولای چې په هیواد کې ستونزې حل کړي، هيڅ نظام په دغه ډول وضعیت کې د بقا تضمین نه لري، یو واکمن هم د ستونزو له درک او حل پرته پر دې خلکو په وچ زور واکمنۍ ته دوام نه شي ور کولای.
طالبان ډېره لویه تېروتنه کوي چې پر خپل ډېر واړه قدرت د جنون تر حده مغروره دي! د قدرت په انحصار سره ستونزه نه حل کېږي. استبداد کله هم ستونزې حل کړې نه دي، بلکې لا نورې را ټوکوي! په تش فشار کله هم خلکو د یوه واکمن واکمني منلې ده، که نه د تاریخ پاڼې دې واړوي، دغه ډول د وچ موټ تر شا لینګتې تګلاره ډېرو مغرورو کسانو په ګڼو ټولنو کې پلي کړې ده، اما تاریخ ښيي چې کاملا له ناکامۍ سره مخ شوې ده او پر واکمنانو يې د تاریخ لعنتونه لېږل شوي دي.
خلک که کار ونه لري، د ځان لپاره يې په خپله پيدا کوي، دې ته بیا نه کتل کېږي چې زما کار د دولت او ملت په ګټه دی که په زیان؟ کله د جمهوریت په دوره کې چې لویه برخه خلکو ته کاري فرصتونو نه وو، نو ډېره لویه برخه کلیوال ځوانان په همدې جنګي طالبي لیکو کې جنګېدل او ځانونو ته يې کار پيدا کړی و.
که دا نن هم د کار ستونزه دوام وکړي، له دې سره چې خلک به هجرتونه وکړي، سختۍ به وګالي، اما دا اپشن بیا هم پر ځای پاتېږي چې یوه ډله کسان به حتما د دولت خلاف وسلې ته لاس اچوي او د دې لپاره زمینه سازي د اوس وخت واکمن کوي، خام مواد تیار وجود لري، د مخالفت لپاره ګڼ عوام شته دي، ستونزې پر ځای پاته دي او واکمن یوازې په خیالي نړۍ کې تشې خبرې او ادعاوې کوي.
زموږ خلک له ستونزو سترګې پټې کړي، دوی فکر کوي چې د یوې واقعي ستونزې ایګنور کول، په خپله د هغې حل دی، اما دا فکر له واقعیت سره هيڅ اړخ نه لګوي، ستونزه چې کله تشخیص نه شي، د حل لپاره يې پر وخت اقدام ونه شي، له یوې ستونزې ګڼې نورې هم پيدا کېږي، موږ همدا اوس په نړۍ کې د دې لپاره ګڼې بېلګې لرو، پاکستان چې د خپلو ګڼو لږکیو حقوق يې نه مرعات کول، له یوه پر عدالت ولاړ اجتماعي نظام څخه برخمن نه و، نن د خپلو هغو وګړو له خوا ستونزې ورته جوړې دي چې دوی يې مسلې ډېر وخت ایګنور کړې وې.
زموږ په وطن کې خورا ډېرې ناخوالې همداسې ناحل پاته دي، مذهبي ستونزې شته، طبقاتي وجود لري، سمتي او قومي مسلې موجودې دي، د نظام پر ډول اختلافات وجود لري، د تعلیم او اقتصاد په اړه ستونزې له هیچا پټې نه دي، د مسلکیتوب او نامسلکیتوب په اړه ستونزې پر خپل ځای پاته دي، که د دې ستونزو فهرست ولیکل شي، نو بیخي ډېر به اوږد وي، او دا به هم ولیدل شي چې نه تېرو نظامونو يې د حل لپاره اقدام کړی او نه اوسني امارتوال ورته د حل لارې لري.
طالبانو که پر همدې نقش و قدم روان وي، بېړۍ يې په لنډ وخت کې له خپله لاس نسکوره بوله، نه دوی تر خپل منځ د قدرت پر وېش متفق شول، نه له ولس سره سلا شول، نه له نړۍ سره په ژبه پوه شول، نه يې سیاسي، اقتصادي او تعلیمي ستونزې حل کړې، نه يې کورنۍ مشروعیت تر لاسه کړ، نه بهر له سیاسي انزوا څخه ووتل.
نو داسې ښکاري چې پر دوی هم هغه د ګلبشرې ناره ډېره ښه صادقېږي چې ویل يې:
طالبه خدای که به ملا شې، پر کتاب پروت يې یادوې شنګي خالونه
اوس هم:
طالبه خدای که به واکمن شې، پر ګدۍ ناست بربادوې ستر ولسونه.