۸صبح، هرات: د غور سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت، ددغه ولایت د ښځو او نجونو اعتراضیه غونډه، سخته ځپلې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه غونډه نن چهارشنبې (کب ۱۷مه) په غور ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته جوړه شوې وه.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په غور کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ ځواکونو، د (حبيبه شريفي) په نوم يوه لاريونواله مېرمن نيولې او له ځانه سره يې بیولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه ښځه د نننۍ غونډې د جوړولو په تور نيولې ده.
پر غور واکمنو طالبانو، ددغې لاریونوالی ښځې د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم، د ښځو لاريونونه سخت ځپلي دي. یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې اوس هم د طالبانو په بند کې دي.