۸صبح، کابل: د پاملرنې نړۍوال سازمان (care international) وايي، نږدې ۸۰ سلنه نجونې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، چې د ښوونځي او پوهنتون په عمر کې دي، له زده کړې او ښوونې بې برخې شوي دي.
پاکستان اب وېب پاڼې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲مه، د پاملرنې نړۍوال سازمان له قوله راپور ورکړی چې له زده کړو څخه د افغان نجونو بې برخې کول د ۵.۴ میلیارده ډالرو اقتصادي زیان سره برابر دی.
د دغه سازمان په خبره، پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمني، شاوخوا ۲.۵ زده کړیالانې چې د زده کړو له شرایطو سره برابرې دي، له حقونو بې برخې شوي دي.
څه باندې ۷ سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي؛ سربېره پر دې طالبانو تېر کال د نجونو او ښځو پرمخ پوهنتونونه هم وتړل.
پاملرنه نړۍوال سازمان زیاتوي چې د طالبانو له لوري اوږدمهاله بندیز، په هېواد کې نجونې زده کړیالانې ناهیلې کړي دي.
یاد بنسټ څرګندوي چې د طالبانو دغه اقدام په افغانستان کې جنسیتي تبعیض پراخ کړی دی.
افغانستان ته د طالبانو بیاځلي راتګ وروسته دې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. طالبانو له ښوونې او زده کړو نه د نجونو د بې برخې کېدو ترڅنګ، هغوی یې په دولتي او خصوصي ادارو کې له کار کولو هم منع کړي دي. د روان کال د زمري مېاشتې په پیل کې، دغې ډلې ښځینه سینګارتونونه چې شپږ زره کاري فرصتونه یې د ښځو لپاره رامنځته کړي وو هم وتړل.
د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سربېره داسې ښکاري چې د طالبانو مشرتابه د ښځو د حقونو د محدودولو په برخه کې د خپلو سیاستونو د بدلون لپاره اراده نه لري.