ټولنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل

له وږو څخه د عشر و زکات راټولول

د طالبانو له خوا د عوایدو د راټولولو په تړاو د اکونومېسټ اوونیزې راپور دوکه‌مار عنوان درلوده او ناسم پوهاوی یې رامنځته کړ. له بده مرغه ځینو کسانو یوازې عنوان ولوست او عنوان ته په کتو يې ترې لنډ خبرونه جوړ کړل، ګویا چې طالبان د عوایدو په راټولولو کې بریالي دي. ان د اصلي عنوان تر څنګ فرعي عنوان...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل

افغانستان کې د مدني فضا ترینګلی وضعیت

د یوه سیاسي نظام د تشخیص او اندازه ګیرۍ لپاره چې په کومه کچه ولسي او په کومه کچه دیکتاتوري یا ولس ضد دی، مشخص پارامترونه شته، چې يو يې په هېواد کې د مدني ټولنې حضور او اغېز دی. له مدني ټولنې سره په زور او ظلم د حاکمانو نسبت د منطق د علم پر اساس، عکس نسبت دی...

د استبداد د ټينګښت لپاره د اګاهۍ ځپنې کمپاین

انسانانو له پخوا راهیسې له اګاهۍ یا پوهې سره دوه ګونی چلن کړی دی. هم یې مینه ورسره کوله او هم ترې وېرېدل. د طبیعت په رمزونو پوه وګړو زیات دښمنان درلودل. له اګاهۍ د وېرې لوی لامل د روان بهیر پاشلتیا او له نویو حالاتو سره مخامخېدل دي. پوهه د تغییر لامل کېږي. پوه د داسې کسانو د ننګونې...

د امیر سپارښتنې، د استبداد منشور

طالبان خپلې ډلې ته «حرکت» وايي او کله کله یې «غورځنګ» هم باله؛ خو د نورو ټولنیزو غورځنګونو او سیاسي حرکتونو خلاف دا ډله منشور نه لري. هغوی خپل حرکت سیاسي ګڼي او له همدې کبله يې د دولت مستحق هم. خو د نورو سیاسي ډلو په شان یې اساسنامه او تګلاره نه ده شریکه کړې، چې خلک وپوهېږي، د...

جبري حجاب؛ «پر ښځو او نجونو د بندیزونو په بدل کې طالبان غواړي سیاسي ګټو ته ځان ورسوي»

د ښځو لپاره د اجباري حجاب د فرمان په تړاو له غبرګونونو وروسته، په پروان او کاپیسا کې هم ځينو ښځو له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښوولی دی. هغوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مېرمنو ټولنیزې او فردي ازادۍ سلب شوې او دمګړۍ افغانستان کې د مېرمنو حقونو د دفاع...

لوګر کې کتاب پلورونکي: هیله لرو، چې نجونې ښوونځيو ته ستنې شي

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځيو له تړلو وروسته لوګر کې ځینې کتاب پلورونکي وايي، چې دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچه په بې مخینې توګه کمه شوې ده. د لوګر مرکز پل علم کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې ترې ډېر کتابونه زده‌کوونکو نجونو پېرل. لوګر کې...

کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن ووژله

۸صبح، کندهار: له کندهاره سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده. دا پېښه شنبه ماښام د غويي پر ۱۸، د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. ویل کېږي، چې دغه سړي هغه وخت خپله مېرمن ووژله، چې مېرمنې يې کور ته د توکو د راوړلو ورته وویل. د وژل شوې...

پروان کې سېلابونه؛ عبدالمالک: دوه ماشومان مې له لاسه ورکړل او کور مې ویجاړ شو

پروان کې وروستیو سېلابونو دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي دي. د ځايي مسوولانو په خبره، په دغه ولایت کې سېلابونو دوه ماشومان هم مړه کړي دي. ځینې سېلاب ځپلي وايي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې او حاصلات یې له منځه تللي. عبدالمالک د پروان د شینوارې ولسوالۍ یو سېلاب ځپلی دی. نوموړي سه‌شنبه د غويي...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل

د دیني مدرسو زیاتول؛ علمي موخې یا د ايډيالوژيکې پانګې غونډول؟

د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی، چې په هر ولایت کې نوې دیني مدرسې جوړوي. تر دې مخکې هم د هېواد په سراسر کې د مخکیني حکومت له خوا ګڼې دیني مدرسې تاسیس شوې وې، پر هغو مدرسو سربېره چې تر جګړې مخکې جوړې وې. له رسمي مدرسو سره په بله غاړه کې، ګڼې نارسمي مدرسې په تېرو دوو...

د کابل په لوېديځ کې د ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل؛ د طالبانو چوپتیا او د راتلونکي مساله

د کابل په لوېديځ کې له ترهګریزو بریدونو دوه ورځې وروسته، په دې ناحیه کې ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول. په دې ځنډېدو یا تعطیلۍ سره په زرګونه ماشومان له زده کړو – د انسان یو لومړنی حق – محروم شول. ځینې دا ماشومان اته میاشتې مخکې د طالبانو په سپارښتنه محروم شوي وو او پاتې هم اوس د محرومو...