په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځيو له تړلو وروسته لوګر کې ځینې کتاب پلورونکي وايي، چې دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچه په بې مخینې توګه کمه شوې ده. د لوګر مرکز پل علم کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې ترې ډېر کتابونه زدهکوونکو نجونو پېرل.
لوګر کې کتاب پلورونکی میرزامحمد (مستعار نوم) وايي، چې دغه ولایت کې د کتاب د پلور بازار خراب شوی دی. نوموړي زیاته کړه: «زه یوولس کاله کې کېږي کتابونه او قرطاسیه پلورم. پخوا مو کار جوړ و او یو څه ګټه مو کوله؛ خو اوس باور وکړئ، چې ان دوکان کې د بې بازارۍ له کبله د یو یا دوو کسو لپاره وچه ډوډۍ هم نه پیدا کېږي.»
پل علم کې یو بل کتاب پلورونکی عبدالله وايي، پخوا یې بېلابېل ساینسي، د دیني علومو او د شعر او شاعرۍ کتابونه پلورل؛ خو اوسمهال یې پېرېدونکي د ګوتو په شمار دي. دغه کتاب پلورونکي له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د زدهکوونکو نجونو پر وړاندې دې د ښوونځيو دروازې پرانېزي. د نوموړي په خبره، پخوا یې ډېر پېرېدونکي زدهکوونکې نجونې وې.
لوګر کې یو بل کتاب پلورونکی واحد (مستعار نوم) دی. هغه وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي لوګر کې ټول کتاب پلورنځي له فعالیته پاتې شي.
د دغو کتاب پلورونکو په باور، څنګه چې د هېواد اقتصاد پرځېدلی، د ډېرو کتاب پلورونکو کار و بار هم د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.
ورته مهال لوګر کې ځينې محصلان او زدهکوونکي وايي، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله نه شي کولای ان یو کتاب هم واخلي. شمسالحق لوګر کې د حقوقو پوهنځي د دویم کال محصل دی. نوموړي کتاب د ځوانانو ښه ملګری وباله او زیاته یې کړه، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله ځوانان له کتابونو لرې شوې دي. دغه محصل هوډ لري، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله خپلې لوړې زدهکړې پرېږدي. هغه وايي، د کار کولو لپاره ناچاره دی یو ګاونډي هېواد ته لاړ شي.
ورته مهال لوګر کې بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، چې دغه ولایت کې له کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده. هغوی وايي، چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت عامه کتابتون کې د کتاب او مطالعې د لېوالو کسانو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
شاوخوا نهه میاشتې کېږي، طالبانو واک ترلاسه کړی دی. طالبانو د واک له ترلاسي وروسته پر مېرمنو ډېر محدودیتونه وضع کړي دي. دمګړۍ مېرمنې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه لري او ورته مهال له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې هم تړلي دي.