۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر) اوچا (د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په حواله ویلي دي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د ماشومانو د ودونو او د بې وزلۍ د زیاتېدو خطر له ځانه سره لري.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د کب په ۲۵مه، په یوه راپور کې ویلي دي، چې افغان نجونې باید د نوي ښوونيز کال په پیلېدو سره، له ۱۸ میاشتو محرومیت وروسته ښوونځیو ته د ستنېدو اجازه ولري.
د ماشومانو د ساتنې د سازمان د راپور پر بنسټ چې د (اوچا) له خوا خپور شوی، له زده کړو نه به د افغانستان د نیمايي نفوس په بې برخې کېدو سره، نیمايي راتلونکي نسلونه له پوهې او تخصص نه بې برخې شي.
د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، هره ورځ چې نجونې له زده کړو بې برخې کېږي، افغان ټولنه چې ډاکټرانو، ښوونکو او متخصصینو ته سخته اړتیا لري، فرصت له لاسه ورکوي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو د ساتنې ادارې په داسې حال کې د افغان نجونو د تحصيلي بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نوي ښوونيز کال رسمي پیلېدو ته څه کم يوه اوونۍ پاتې ده.