چین او پاکستان یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې له مخې یې دواړه هېوادونه د صنعت او کانونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په هکله هوکړې ته رسېدلي دي.
رویټرز یکشنبه د جون پر ۹مه راپور ورکړی چې چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له پنځه ورځني سفر وروسته اسلاماباد او بیجینګ اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي.
د دواړو هېوادونو د ګډې اعلاميې پر بنسټ، چینایي شرکتونه به د پاکستان د کانونو په صنعت او د دغه هېواد د سمندري تېلو او ګازو په زیرمو کې تر بل هر وخت زیاته پانګونه وکړي.
اوس مهال، بیجینګ د برېښنا او سړکونو شبکو په ګډون د پاکستان په زیرمو کې له ۶۵ ملیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.
د چینايي انجینرانو له پېښې وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د جون پر ۴مه د چین-پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا او له دغه هېواد سره د اړیکو د زیاتوالي په موخه بیجینګ ته لاړ.
شريف او شي جين پينګ په پاکستان کې د چينايي کارګرانو د امنيت په ګډون پر نورو مسايلو هم خبرې کړې چې د بيجينګ او اسلاماباد ګډو پروژو ته جدي ګواښ دی.
تېره میاشت په خیبر پښتونخوا ایالت کې یوې چاودنې پنځه چینایان ووژل شول.