د پاکستان او ایران له لوري د یو بل په خاوره کې د وسلهوالو پر مرکزونو له هوايي بریدونو وروسته، چین د اسلاماباد او تهران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی ښوولی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینګ پنجشنبه د جنورۍ پر ۱۸مه یوې خبري غونډې ته ویلي چې بیجینګ تیار دی، څو د ایران او پاکستان ترمنځ منځګړی شي.
هغې زیاته کړې: «د دواړو خواوو د اړتیا له مخې، موږ تیار یو د سیمې د ارامولو لپاره خپله ونډه ادا کړو. چین هیلهمن دی چې دواړه خواووې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ د زیاتېدا مخنیوی وکړي.»
ورته مهال د پاکستان یوې جګپوړې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې د ایران له لوري هر ډول «اقدام» به له کلک ځواب سره مخ شي.
د نوموړي په خبره، پاکستانی پوځ د تیارسی په حال کې دی.
له بلې خوا اسلاماباد دا بریدونه تایید کړي او ویلي دي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یې د «ترهګرو» پر ځانګړو پټنځایونو «همغږي او هدفمند» بریدونه کړې دي.
پاکستان دا بریدونه له هغې وروسته کړي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو وړمه شپه په پاکستان کې د «جیشالعدل» پر مرکزونو توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په یو کلي کې د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په تړاو د پاکستان د سفارت شارزدافیر د سپیناوي په موخه ورغوښتی دی.