د یکشنبې سهار، د اګسټ په ۱۵مه نېټه، چمتو شوم چې لومړی د انګلیسي ژبې ټولګي او وروسته پوهنتون ته ولاړه شم. د انګلیسي ژبې ټولګی د سهار په شپږو بجو پیلېده. دا په داسې حال کې و چې د نجونو د لیلیې دروازه ناوخته پرانیستل کېده. ما او هغو نجونو چې په دې ټولګي کې مو ګدون کاوه مجبورې وو، هره ورځ له لسو تر ۱۵دقیقو په تمه شو ترڅو د شپه غالي دروازه پرانیستل شي.
هر ورځ به په بیړه د انګلیسي ژبې د زده کړې کورس ته تلم. هره ورځ به ټولګي ته ناوخته رسېدم؛ کله کله به استاد په غوسه کېده، د استاد غوسه مې زغمله ستونزه دلته وه چې هره ورځ به مهم او بنسټیز درسونه له ما پاتې کېدل. یو څه وخت به خواشینې کېدم. هغه ورځ چې به له موټر سره تلم، وخته به ټولګي ته رسېدم. د استاد لپاره به هم د حیرانتیا وړ خبره وه او پوښتل به یې: «څنګه نن وخته راغلې؟» د استاد په ځواب کې به مې ویل چې نن په موټر کې راغلم. خو هره ورځ مې د موټر د کرایې وس نه درلود.
د انګلیسي ژبې له درس وروسته، د سهار په اتو بجو باید د پوهنتون زده کړو ته ځان ورسوم. د یکشنبې په سهار، د اګسټ په ۱۵مه نېټه، مې حال د نورو ورځو په شان نه و. بد احساس مې درلود او بې انګېزې وم. له ځان سره مې وویل، چې کېدای شي د سهار چای نه څښلو له امله وي. یوه پلورنځي ته دننه شوم، بسکېټ او د مېوې اوبه مې وغوښتې، پلورونکي بسکېټ او د مېوې اوبه په پلاستیک کې راته واچول او پیسې یې وغوښتې. له بده مرغه، د پیسو بکسه مې هېره شوې وه. پلورونکي ډېر جدي چلند وکړ. ماته یې وویل: «چې پیسې نلرې، ولې خلک ځوروې؟» بښنه مې وغوښته او له پلورنځي راووتم.
کله چې پوهنتون ته ورسېدم، ټول ورخطا او وېرېدلي و. ډېری نجونو اوږدې جامې اغوستي وې او هلکانو محلي جامې اغوستي وې. زما وېره هم څو برابره شوه په بیړه خپل پوهنځي ته ولاړم. ملګرو ته له سلام کولو وروسته مې له هغوی پوښتنه وکړه چې ولې نن د پوهنتون انګړ د نورو ورځو په څېر نه دی؟ ټول خواشینۍ ښکارېدل. دوستانو مې وویل، ځکه چې نن طالبان کابل ته د ننه کېږي. باور یې راته ګران و، ټولګي ته ننوتلم او د ټولګي په یوه برخه کې کیناستم او کتاب لوستل مې پیل کړل. په دغه ورځ مې مطالعه کول د ټولګيوالو لپاره په زړه پورې و. ډېری خندل. یو شمېر بیا پوښتنه کوله: «ولې درس وایې؟ طالبان راځي.» اندېښنه مې څو برابره شوه. له دوستانو مې خفه شوم چې ولې مې د مطالعې خنډ کېږي او منفي خبرې کوي. زه باهدفه نجلۍ وم، کله مې چې موخو ته کتل، اړ شوم چې لازیات درس ووایم او هڅه وکړم.
د پوهنتون لومړی ساعت ختم شو. ډېری ټولګیوالو مې خپل کتابونه ورسره واخیستل او له ټولګي بهر شوې. له یوې مې پوښتنه وکړه چې ولې کور ته ځۍ؟ په ځواب کې یې راته وویل: «ماته زنګ راغی چې زر کور ته ځان ورسوم.» زه او ملګرې مو اړ شوو چې د دویم درسي ساعت پیلېدو ته په تمه شو. څو شېبې وروسته اړ شوو چې له ټولګي ووځو. زه او ملګرې مې باید د نجونو لیلیې ته تللې وای، ځکه ټول شیان مو (کتابونه او جامې) مو په لیلیه کې دننه پاتې شوې وو. کله چې لیلیې ته دننه شوو، ټولې نجونې ناهیلې او خواشینې وې. ځینې هم د خپلو توکو په لېږدولو بوختې وې، ځینو ژړل او ځینې هم چوپې وې؛ ښايي نه پوهېدې چې څه ووايي او څه وکړي.
په بیړه د خپلې کوټې خوا ته ولاړم، ټولو د کوټې ملګرو مې خپل وسایل ټول کړي وو او هڅه یې کوله چې د لېږدولو لپاره یې موټر کرایه کړم. پوښتنه مې وکړه چې ولې مو خپل وسایل راټول کړي؟ یوې یې ترخه موسکا وکړه او وې ویل تراوسه هم غواړې چې درس ووایې؟
د کابل له سقوطه مخکې ورځو کې، تل نجونو د ناوړه امنیتي وضعیت په اړه خبرې کولې. یو شمېر یې بې انګېزې وې او ویل یې چې طالبان راځي او درس ویل بې ګټې دي. هغو دوستانو ته چې دا ډول فکر یې کاوه زما ځواب دا و چې طالبان نه شي کولای له موږ څخه د زده کړو حق واخلي.
په بیړه مې جامې او کتابونه راټول کړل، د کتابونو وزن زیات و، شاوخوا ته مې وکتل، ومې لیدل چې هېڅوک له موږ سره مرستې ته لېوالتیا نه لري او ټول د تېښتې په فکر کې دي. یوه اندازه وسایل مې د شپه غالي تر انګړه بهر ته ولېږدل. له لیلیې بهر د توکو د لېږدولو لپاره موټر په سختۍ پیدا کېدل. کابل د وېرې په ښار بدل شوی و، دخپلو هیلو په اړه مې فکر کاوه چې ښايي ورته ونه رسېږم.
د کابل له سقوط وروسته، یوه میاشت له کوره بهر نه شوم، په دې یوه میاشت کې له هغې وروسته د مخکیني دولت د کارکوونکو، مدني او د ښځو د حقونو د فعالینو د وژلو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي. په دې موده کې مې تل د خپلو هیلو په اړه فکر کړی؛ داسې هیلې چې له خنډونو او ستونزو لوړې دي. غوښتل مې چې په راتلونکي کې د ښځو چارو وزیره شم او د یوې خپلواکې مېرمنې په توګه کار او سیاست وکړم. غوښتل مې چې د ښځو لپاره یوه ښه استازې شم، اوس هم همدا ډول فکر کوم. دا هیلې همداسې ژوندۍ دي. له کوره د ښځو وتل، راته هیله بښوونکي دي. زه ټولنې ته په ستنېدو فکر کوم.