د سالنګ لویې لارې له بیارغونې سره هممهاله ځينې موټرچلوونکي وايي چې طالبان ترې د حقالعبور په نوم «ډېرې» پیسې اخلي. د هغوی په خبره، له موټرچلوونکو د «د هر موټر د ټایرونو» د شمېر له مخې پیسې اخیستل کېږي. موټرچلوونکي زیاتوي چې طالبان له وړو موټرو له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو او له لویو باروړونکو او مسافروړونکو موټرو له یو زر او ۲۰۰ افغانیو نیولې بیا تر درې زره افغانۍ حقالعبور اخلي. ځينو موټرچلوونکو دا چاره «ظالمانه» بللې او وايي چې هېواد کې ناوړه اقتصادي حالت ته په کتو، د دې پیسو ورکول یې له وسه پورته دي. د هغوی په خبره، خلک د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري؛ خو هغوی ترې په بېلابېلو پلمو «پیسې ټولوي». دا په داسې حال کې ده چې ځینې کارپوهان بیا «قانوني لارو» ته په کتو د حقالعبور د اخیستو غوښتنه کوي.
سالنګ لویه لار د رغونې په موخه د شاوخوا څلورو میاشتو تړل کېدو وروسته د لیندۍ پر ۲۹مه یوازې د وړو مسافروړونکو موټرو او د مرغومي له ۷مې وروسته د ټولو موټرو پرمخ پرانېستل شوه.
د طالبانو د رییس الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ لویې لارې د بیاروغونې پرانېستغونډه کې ویلي و چې د دغې لارې له بیارغونې وروسته سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د نوموړي په خبره، د سالنګ له بیارغونې وروسته به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه هم لوړه شي. خو ښکاري چې دې لویې لارې، سوداګرو او موټرچلوونکو ته «نوی سرخوږی» جوړ کړی وي.
کابل کې د باروړونکو موټرو په اتحادیې کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو له هغوی د سالنګ پر لویه لار د تګ راتګ پر مهال د حقالعبور «ډېرې» پيسې اخلي. خو موټرچلوونکي بیا وايي چې له هغوی د «موټر د ټایرونو» د شمېر له مخې پیسې اخیستل کېږي.
شاهمحمود شاوخوا ۱۵ کاله کېږي چې د کابل – شمال پر لویه لار باروړونکی «ټيلري» موټر چلوي. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې له وړو موټرو له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانۍ او د لویو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو څخه له یو زر او ۲۰۰ افغانۍ نیولې بیا تر درې زره افغانۍ حقالعبور اخیستل کېږي.
هغه زیاتوي: «دا دروغ دی چې طالبان له موټرچلوونکو ثابت حقالعبور اخلي. موږ د موټر د ټایرونو د شمېر له مخې حقالعبور ورکوو. د بېلګې په توګه د هر لوی موټر له ټایره ۲۰۰ افغانۍ اخلي. که موټر دې لس ټایره ولري، نو دوه زره افغانۍ کېږي.»
شاهمحمود وايي: «د پیسو دا کچه یوازې له یوه اړخه اخلي. بیاراتګ کې هم اړ یو په سالنګونو کې دا پیسې ورکړو. د وړو موټرو له هر ټایره هم ۲۰ افغانۍ اخلي. د بیلګې په توګه له کرولا یا سراچه موټره ۸۰ افغانۍ او له دوهزار موټره بیا ۱۰۰ افغانۍ اخلي، ځکه کرایه یې لوړه ده.»
ورته مهال بیا ځينو موټرچلوونکو د طالبانو دا چاره «ظالمانه» بللې او ویلي دي چې د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو یې د دې پیسو ورکړه له وسه پورته ده.
خلیفه صادق د کابل – شمال پر لویه لار د یوه باروړونکي موټر چلوونکی دی. هغه وايي چې خلک ډوډۍ نه لري او دوی ترې په بېلابېلو پلمو «پيسې ټولوي».
هغه زیاتوي: «طالبانو چور ګډ کړی. له یوې خوا له موږ څخه په نمایندګیو کې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي او له بلې خو د لارې په اوږدو کې. دمګړۍ یې ان د ریړۍ چلوونکو او لاسپلورونکو غږ هم پورته کړی. راځي او له توپک سره درېږي، هر څنګه چې کېږي، پيسې غواړي. حکومتولي داسې نه کېږي.»
ورته مهال د هېواد ځينې اوسېدونکي د طالبانو پر دې چارې د نیوکې ترڅنګ وايي چې هېواد کې ناوړه اقتصادي حالت ته په کتو دې له موټرچلوونکو ډېرې پیسې نه اخیستل کېږي.
د مزارشریف اوسېدونکي حسین احمدي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبان که حقالعبور اخلي، وا دېخلي، خو د خلکو جیب دې هم وویني. کله چې ډېرې پیسې اخلي، ښکاره ده چې چلوونکی هم کرایه لوړوي او په اوسني وخت کې څوک د دې وس نه لري.»
دغه راز نوموړی په مهمو لویو لارو کې د پیسو د راټولولو بهیر کې د روڼتیا غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه: «باید یو لار وي چې دا پیسې بې ځایه نه شي. ځکه هره ورځ په بېلابېلو پلمو له بازارونو او لویو لارو میلیونونه افغانۍ راټولېږي؛ خو د خلکو په دسترخوان کې بدلون نه دی راغلی. د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو دسترخوانونه تشېږي.»
له دې وړاندې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې وه چې طالبان پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د سالنګونو پر لویې لارې له موټرچلوونکو حقالعبور اخیستل کېږي. د سالنګونو د ساتنې په ریاست کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې ټاکل شوې د «ټول پلازا» په نوم پروګرام له مخې د سالنګونو ۸۰ کیلومتره سړک د بیاروغونې په موخه له موټرچلوونکو حقالعبور راټول شي؛ خو هغه مهال طالبانو دا ادعا دروغ بللې وه.
ورته مهال ځينې کارپوهان بیا «د قانوني لارو چارو» په پام کې نیولو سره د حقالعبور د اخیستلو غوښتنه کوي.
د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه مجیب عثماني وايي: «باید په ډاګه شي چې ایا دا پیسې یوازې د سالنګونو د بیارغونې لپاره راټولېږي یا دایمي. که موخه یې یوه ځانګړې اندازه وي باید عواید او مصارف په پام کې ونیول شي. کله چې مصارف شوی وي او غواړي عواید راټول کړي، باید روښانه شي چې دا عواید په څومره موده کې راټول کړي. بیا باید برارود وشي چې څومره موټر تګ راتګ کوي او وروسته دې وښيي چې موټر څومره حقالعبور ورکړي.»
سالنګ لویه لار د افغانستان مهمه لار بلل کېږي. دا لار چې ډېره ګڼه ګوڼه هم پکې وي، د هېواد شمال له جنوب سره نښلوي.
طالبان وايي چې د تونل د دننه په ګډون یې د دې لویې لارې یوه برخه بیارغولې ده او د دغې لویې لارې له بیارغونې وروسته خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې لاهم سالنګونه په بشپړ ډول رغول شوي نه دي.