۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لومړنیو یو ورځنیو سیالیو ته د یو شمېر ځوانو لوبغاړو په ګډون افغان کرېکټ ملي لوبډله اعلان کړې ده.
کرېکټ بورډ د جمعې ورځ، د مرغومي په لومړۍ نېټه د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ۱۷ کسیزې لوبډلې نوملړ خپور کړی دی.
په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، اکرام عليخېل، ریاض حسن، محمداسحاق رحیمي، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیرشاه محبوب، ګبلدین نایب، عظمتالله عمرزی، شرفالدین اشرف، قیساحمد، عبدالرحمن رحماني، فرید ملک، یامین احمدزی، بلال سمیع او ضیاالرحمن اکبر شامل دي.
د ملي لوبډلې په دغه نوملړ کې د لومړي ځل لپاره ویکټ ساتونکي او توپوهونکي اسحاق رحیمي ته چانس ورکول شوی دی.
دا دوې سیالۍ به د کوربه عربي متحده اماراتو پر وړاندې د روانې ډسمبر میاشت په ۲۵مه پیل او ۲۷مه پای ته ورسېږي.