۸صبح، کابل: د کابل لسګونه زرګرانو د طالبانو د رژيم د امر بالمعروف او شکايتونو اوريدو وزير شېخ محمد خالد الحنفي سره د لیدنې پر مهال د هېواد د بندرونو له لارې د قاچاقي سرو زرو د لېږد او په بازارونو کې د جعلي سرو زرو د زیاتیدو شکایت کړی دی.
د کابل د زرګرانو د يوې ټولنې مشر حاجي اسدالله د يادو ستونزو د شریکولو پر وخت له طالب وزیر څخه د دغو ستونزو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د کابل ښار يوه زرګر حاجي پوپل وويل، چې په بازارونو کې د جعلي سرو زرو زياتيدو د دوی کاروبار اغېزمن کړی.
د طالبانو د رژيم د امر بالمعروف وزير ور ته ویلي، چې خپلې ستونزې دې د طالبانو اقتصادي کمیسیون سره شرېکې او جعل کاران ور ته وروښیي.
د کابل زرګران بیا وايي، چې دوی کومه کشفي قوه نه لري او نه پوهیږي، چې څوک په کومه لاره جعلي او قاچاقي سره زر هېواد ته واردوي.
په کابل ښار کې د سرو زرو شاوخوا ۸۰۰ پلورنځي او د جوړولو کارخونې فعاله دي، چې شاوخوا ۵ زره تنه ورسره په کار بوخت دي.