د بشري حقونو او پراختیا لپاره اسیايي فورم (FORUM-ASIA) په افغانستان کې د شیعه او هزاره ټولنې د ساتنې لپاره له نړۍوالې ټولنې د سملاسي او همغږي اقدام غوښتنه کړې ده. دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان شیعه وګړي چې ډیری یې هزاره دي، د طالبانو له خوا له سیستماتیک تبعیض، هدفي بریدونو، څنډې ته کولو، ځورونې او سختو بندیزونو سره مخ دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبانو د شیعه او هزاره وګړو پر مذهبي او عقیدتي ازادۍ بندیز لګولی دی. د راپور له مخې، طالبان په ټول افغانستان کې د اجباري کډوالولو، د شیعه هزاره وګړو د لادرکه کېدو، له بشري مرستو د هغوی د محرومیت، خپلسرو نیونو او د ملکي خلکو د ناقانونه وژنې مسوول دي. د دغه بنسټ په وینا، طالبانو په بدخشان ولایت کې د اسماعیلیه شیعه ټولنې غړي اړ کړي دي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره سنيان شي. په راپور کې ټینګار شوی، چې دغې ډلې د محرم په ورځو کې پر شیعه وګړو بریدونه وکړل، پرشیعه ویرکوونکو یې ډزې وکړي او ګڼ هغه یې ووژل او ټپیان کړل. د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د شيعه وګړو له بشري حقونو پراخه او منظمه سرغړونه د اندېښنې وړ ده. د بشري حقونو اسيايي فورم ويلي، چې شيعه هزاره وګړي د «ورو نسل وژنې» له جدي خطر سره مخ دي.
د بشري حقونو او پراختیا لپاره اسیايي فورم (FORUM-ASIA) د طالبانو له خوا په افغانستان کې د شیعه وګړو د مذهبي ازادۍ د سيستماتيک حذف او پراخ نقض په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه بنسټ ویلي، په دغه هېواد کې شیعه وګړي په ځانګړې توګه هزاره قوم له سيستماتيک تبعیض، هدفي بریدونو، ځورونې او سختو مذهبي محدودیتونو سره مخ شوی او څنډې ته کړای شوی دی.
دغه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو د شیعه وګړو، چې ډیر یې هزاره دي، پر مذهبي او عقیدتي ازادۍ بندیز لګولی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبان د شيعه هزاره وګړو د اجباري کډوالولو او لادرکه کېدو مسوول دي او شيعه وګړي یې د بشري مرستو له ترلاسه کولو محروم کړي دي. د بشري حقونو لپاره اسيايي فورم ويلي، چې دغې ډلې په ټول افغانستان کې د ملکي وګړو خپلسرو نيونو او ناقانونه وژنو ته دوام ورکړی دی. د دغې اعلامیې له مخې، د هزاره وګړو په سیمو کې خلک د طالبانو د لاسوهنې له امله د سره صلیب د نړۍوالې کمیټې له خوا د بشري مرستو له وېشه بې برخې شوي دي.
د بشري حقونو او پراختیا لپاره اسیايي فورم د طالبانو له خوا د شیعه وګړو او نورو مذهبي لږکیو د مذهبي ازادۍ پراخې سرغړونې ته په اشارې سره ویلي چې دغې ډلې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په بدخشان ولایت کې اسماعیلي شیعه وګړي د مرستو د ترلاسه کولو لپاره سني کېدو ته اړ کړي دي. په تېرو څو ورځو کې په رسنیو کې په پراخه کچه یوه ویډیويي خپره شوه چې ښيي د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د طالبانو غړي د دې ډلې د سیمه ییزو چارواکو په ګډون په یو لړ مراسمو کې د یوه داسې سړي مذهب بدلوي چې د اسماعیلیه مذهب پیرو دی. په افغانستان کې تر دې دمه د اسلام د مذهبونو د بدلولو رابدلولو لپاره د رسمي مراسمو ترسره کېدل دومره دود نه وو او له همدې امله یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر هېوادوال وايي، اسماعیلي مذهب یو اسلامي مذهب دی او پر پیروانو یې په جبري توګه د شهادت د کلیمې لوستل د دغه مذهب پیروانو ته سپکاوی ګڼل کیږي.
په رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، په اشکاشم ولسوالۍ کې د طالبانو یو چارواکی یو کس ته چې ظاهراً غواړي خپل مذهب بدل کړي وايي: «د اسلام دروازه د هر چا پر مخ خلاصه ده. هر څوک کولای شي چې دغه دین ته راشي.» دغه کس چې ظاهراً په بدخشان کې د طالبانو له ځايي قوماندانانو دی، له هغه کسه چې نوی سني شوی دی، پوښتنه کوي: «تا ته د اسلام ګټې چا معرفي کړې؟» نوموړي په ځواب کې د طالبانو د یوه غړي نوم اخلي. د دغه کس د مذهب د بدلولو د مراسمو په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو یو غړی د دغه کس په غوږ کې خبرې کوي او بیا هغه د طالب خبرې تکراروي.
د بشري حقونو او پراختیا لپاره اسیايي فورم ویلي چې طالبانو په خپلو وروستیو فرمانونو کې په ټول هېواد کې شیعه وګړي د محرم د مراسمو له جوړولو منعه کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، طالبانو د ویرکوونکو پر کاروانونو یرغل وروړی او پر هغوی یې ډزې کړي، چې په پایله کې یې شیعه ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو په شیعه مېشتو سیمو کې انټرنیټ بند کړی او د بریدونو په کولو سره یې شیعه وګړي ځپلي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شیعه هزاره وګړي د یوه «مذهبي اقلیت» په توګه په تاریخ کې د افغان حکومتونو له خوا ځورول شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې شیعه وګړي د ترهګرو ډلو لکه «طالبانو، داعش او نورو نادولتي لوبغاړو» له خوا ځورول شوي دي. دغه سازمان زیاته کړه چې شیعه هزاره وګړي اوس مهال د «ورو نسل وژنې» له جدي خطر سره مخ دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې له هغه وخت راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، لږ تر لږه ۷۰۰ هزاره وګړي د داعش ډلې په ۱۳ هدفي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د بشری حقوقو دغه اسیایی بنسټ زیاته کړې چې تراوسه پورې د بشری حقوقو څو نړۍوالو ډلو او څارونکو بنسټونو د شیعه وګړو پر وړاندې د بریدونو د زیاتیدو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او دا یې د احتمالی نسل وژنې خطر بللی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د ملاتړ لپاره ټولې قانوني کړنلارې لغوه کړې دي. د دغه سازمان په وینا، طالبانو د شیعه هزاره وګړو لپاره ځانګړي شوي قانوني مقررات او ملي ورځې لیرې کړي او هغوی یې د ځورونې له لا ډیر خطر سره مخ کړي دي. په راپور کې ویل شوي چې د شیعه وګړو د شخصيه احوالو د قانون لغوه کول، د جعفري فقهې پر تدریس بندیز، له کلیز (جنتري) د عاشورا ليرې کول او د محرم پر مراسمو د محدودیتونو لګول هغه څه دي چې طالبانو یې هڅې کړې دي.
د بشري حقونو لپاره اسیايي فورم د امریکا د هولوکاسټ په یاد د جوړ شوي موزیم د راپور په حواله لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال د جولای تر میاشتې پورې د طالبانو له پوځي عملیاتو وروسته تر ۲۵۰۰۰ زیات کسان چې ډېری هزاره دي، له خپلو پلرونیو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.
دې ادارې زیاته کړې، چې طالبانو واک ته له ستنېدو راهیسې د شیعه هزاره وګړو، تاجیکانو او ازبیکانو په ګډون د سیمه ییزو قومي او مذهبي ډلو پر ضد منظم بریدونه پیل کړي دي. په اعلاميه کې راغلي چې صوفيان، سيکان او هندوان دا مهال د طالبانو او داعش له ځورولو په وېره کې دي.
دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي، طالبان باید ژر تر ژره د افغانانو پر اساسي حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي. د بشري حقونو اسیايي فورم له طالبانو غوښتي چې د دغه هېواد وګړو ته د بیان ازادۍ، زده کړو، اطلاعاتو، کار، سفر او سوله ییزو غونډو ته د لاسرسي حق ورکړي او د اساسي حقونو او آزادیو د ساتنې لپاره د افغانستان د نړۍوالو ژمنو درناوی وکړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا ډله باید د مذهبي تنوع د ساتلو او له خطر سره د مخ څنډې ته کړای شویو محرومو ډلو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، شیعه هزاره وګړو، سکهانو، هندوانو او صوفیانو د خوندېتوب تګلاره غوره کړي.
دغه سازمان همداراز پر نړۍوالو ونډه والو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د د څېړنې او حساب ورکونې د یوې داسې کړنلارې د جوړولو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په اړه شواهد راټول، خوندي او مستند کړي.
د بیانیې له مخې، په افغانستان کې د شیعه هزاره وګړو او نورو څنډې ته کړای شویو ډلو د روانې ځورونې په اړه د پوهاوي د لوړولو په برخه کې مرسته له نړیوالې ټولنې د دغه بنسټ یوه بله غوښتنه ده. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په بېړنۍ توګه د شیعه هزاره وګړو پر وړاندې د سیستماتیکو بریدونو چې د نسل وژنې نښې پکې دي، د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.
دغې ادارې د زیان منونکو قومي او مذهبي ټولنو د ساتنې، د بشردوستانه وېزو د وړاندې کېدو او د ځوریدلو ډلو لپاره د بیا میشتیدنې د فرصتونو د برابرېدو په څېر د عملي ساتنې د اقدامات د ترسره کېدو او د څنډې ته کړای شویو مذهبي او قومي ډلو په ګډون اړمنو ته په عادلانه توګه د بشري مرستو د وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د بشري حقونو او پراختيا لپاره اسيايي فورم (FORUM-ASIA) په ٢٣ هېوادونو کې د ٨٥ سازمانونو يوه شبکه ده چې تر ډيره په اسيا کې فعاليت کوي. دا سازمان په ۱۹۹۱ کې تاسیس شوی دی. د دغه سازمان بنسټیزه موخه په اسیا او له هغې اخوا سیمه کې د بشري حقونو د غورځنګونو پياوړي کول او د څېړنې له لارې پایېدونکې پراختیا ته وده ورکول او د ظرفیت لوړول او د همغږو اقداماتو ملاتړ دی . دا سازمان د ملګرو ملتونو له اقتصادي او ټولنیزې شورا سره سلا مشورې کوي او د اسیا د دولتونو تر منځ د بشري حقونو له کمیسیون سره مشورتي اړیکې لري. د بشري حقونو او پراختیا د اسیايي فورم سکرتریت د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې دی او نور دفترونه یې د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا، د سویس په جینیوا او د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې دي.
د بشري حقونو دغه اسيايي بنسټ په داسې حال کې د مذهبي لږکيو د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنه ښودلې، چې نړۍوالو سازمانونو هم د مذهبي او قومي لږکيو وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی. د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ په یو کلنې موده کې د هزاره وګړو او مذهبي لږکیو پر وړاندې ګڼ وژونکي بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې مذهبي لږکي تل د سیاسي بدلونونو او تحولاتو له امله د حذف او ځپلو له خطر سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې د دغه هېواد سکهان او هندو اقليت په یو مخیزه توګه د افغانستان د پرېښودو په حال کې دی. کله چې طالبان کابل ته ننوتل، و یې ویل چې د قومي او مذهبي لږکیو ساتنه به کوي، خو د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې یې د دغو مذهبي لږکیو د ساتنې او خوندیتوب لپاره عملي او کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.