۸صبح، کابل: د بشر دوستانه مرستو د یوې برخې په توګه یوه څلوېښت میلیون ډالري بسته کابل ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک چهارشنبې د لړم په یوولسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د یوې۴۰ میلیون ډالري نقدي بستې د ترلاسه کولو خبر ورکړ او ویلي یې دي چې دا پیسې یې په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته سپارلې دي.
دا دوهمه څلوېښت میلیون ډالري نقدي بسته ده چې په تېرو دوو ورځو کې د بشردوستانه مرستو په توګه کابل ته رسېږي.