۸صبح، سرپل: د سرپل طالب سیمهییز مسوولان د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژلو خبر ورکوي.
په سرپل کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپراوي سره ویلي چې دا پېښه دوشنبه د کب پر ۲۸مه د سیداباد ولسوالۍ په قوشتپه کلي کې شوې ده.
وژل شوی ځوان نېکمحمد نومېده او شپه مهال په خپل کور کې د چړو پر ګوزارونو وهل شوی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د دې ځوان د وژلو لامل او انګيزه نه ده په ډاګه شوې؛ خو د تورن کس د پېژندلو او نيولو خبر ورکړل شوی دی.
په دې وروستیو کې شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه سرپل کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.
تېره اوونۍ د سرپل په زاړه بازار کې د يوه ځوان مړى موندل شوى و.