۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جبري ډول د افغان کډوالو شړل د «نړیوالو اصولو خلاف» بللي؛ خو ویلي دي چې هېواد د افغانانو په راتګ خوشحاله دی.
ارګ دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه پر ایکسپاڼه ننګرهار ته د مولوي عبدالکبیر د سفر او په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره د جوړ شوي کمپ د لیدنې خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په جبري ډول د افغانانو شړل «د ټولو نړیوالو اصولو خلاف» دي؛ خو هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په راتګ خوشحاله دی.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې له راستنېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر کال په نومبر کې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته کډوالو د شړلو لړۍ پېل کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي چې ښايي له پاکستان څخه په راتلونکو میاشتو کې له ۴۸۳ زره ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شي.
دغه بنسټ ویلي چې د دغو راستنېدونکو ۹۸ سلنه به د مرستې رسونې پروګرامونو له ملاتړه برخمن شي.