۸صبح، کابل: ځايي سرچينې په کابل ښار کې د تېر جمهوري نظام د يوه سرتېري د نيولو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دې پخواني پوځي افسر نوم شفیعاحمد دی او شنبه د کب پر ۱۹مه د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې نیول شوی دی.
شفیعاحمد د تېر نظام د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه.
هغه د پنجشېر ولایت اصلي اوسیدونکی دی او په کابل ښار کې یې ژوند کاوه.
که څه هم تراوسه د پخواني نظام د دې سرتېري د نيولو لامل نه دی معلوم؛ خو سرچينې ادعا کوي چې نوموړی په کومې ډلې پورې تړاو نه لري.
د د ویلو ده چې طالبانو په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په پنجشېر او کابل ولايتونو کې د تېر جمهوري نظام د سرتېرو د نيولو لړۍ پراخه کړې ده.
سربېره پر دې، دغې ډلې د تېرې شنبېشپه، د کب پر ۱۹مه د کابل ښار په کلا فتحالله سیمه کې د تېر نظام د ملي امنیت یو کارکونکی په خپل کور کې وواژه.