د جمهوریت له ړنګیدو او د طالبانو د بیا واکمنۍ سره، افغانستان په یوه ګرداب او کړکیچ کې راګیر شوی، ګډوډۍ د هیواد په دننه او بهر د ګڼو هیوادوالو پر ژوند سیوری غوړولی دی. د دې حالت یوه پایله د منفي او تخریبي انرژۍ استعمال دی چې د یو بل د تباه کولو، توهینولو، خطا موندلو، کرکې خپرولو او پر افرادو، قومي ډلو، سیاسي جریانونو او نورو د برید لامل کیږي. دا حالت د خبرو اترو او تفاهم لپاره هیڅ ځای نه پریږدي او د ټولو په وړاندې د ټولو جګړه رامنځته کوي چې له ډله ییزې ځان وژنې سره برابر دی.
د قومي، ګوندي او ژبني وېش تر څنګ، چې ټول ویجاړونکې پایلې لري، اوس د هېواد او بهر مېشتو قوتونو وېش هم زيات شوی دی. له یوې خوا په ملیونونو افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، دوی که وغواړي او که نه، له دې حالت سره په یو ډول چلند کوي، که څه هم په زړونو او ذهنونو کې ناخوښ دي. یو شمیر یې هڅه کوي له ټولو خنډونو سره، خپل ماموریت ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه د ساینسي او کولتوري خدماتو په برخه کې. ځینې نهیلي دي او غوره ګڼي نندارچیان وي، په داسې حال کې چې نور فکر کوي له اوسنیو واکمنانو سره د ښو اړیکو په جوړولو سره به وکولای شي د فعالیت او خوځښت لپاره یو ځای پیدا کړي.
له بلې خوا، په میلیونونو خلک بهر ته تللي دي. د دوی اکثره هغه په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې دي. یوه لویه برخه نوریې ډېرو لرې هېوادونو ته کوچیدلي دي. د کډوالو ډلې له یوې خوا، د کډوالۍ ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له بلې خوا د ناکامۍ، پښیمانۍ او له هیواده د تېښتې او خپل طبیعي ژوند او هغې خاورې نه لرې والی یې ځوروي، چې دوی ورسره تړاو لري. دوی د غوسې، لېوالتیا، غم او نهیلۍ په منځ کې مبارزه کوي. په ورته وخت کې، دوی باید د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه وکړي. دا ګډوډ ذهني حالت سبب کیږي چې قضاوت، دریځونه او عمومي حوزې پورې اړوند فعالیتونه متوازن او په پام کې ونه نیول شي او عامه فضا مسموم شي.
د افغانستان په څېر هېوادونو واقعيت ښیي، چې له بحران څخه د وتو لپاره اسانه لار نه لري او د وضعیت کابو کولو لپاره له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. یو ټکی، چې روښانه دی دا دی، چې د وضعیت بدلول نه په یوازې ځان د هېواد مېشو قوتونو او نه هم بهر مېشتو په وس پوره دی. په هېواد دننه د طالبانو په شان د ظالمې واکمنۍ پر وړاندې دریدل د ډیرو لپاره ګران دي، له همدې امله اعتراضي حرکتونه خورا لږ دي، طالبان که له هېواده بهر د دوی دی ظلم او جبر د انعکاس وېره ونه لري، دغه وضعیت به څو برابره نور هم ظالمانه کړي. له بلې خوا، بهر مېشتي د ډېر لرې والي له امله، پرته له دې چې د کوربه هیوادونو د عامه افکار او د هغوی د پالیسي جوړونکو موقف اغېزمن کړي او په دې ډول پر طالبانو د سیاسي فشار سبب شي؛ نور وضعیت نه شي بدلولی.
که د داخلي او خارجي قوتونو تر منځ واټن کم او له اوسني حالت څخه د وتو یوه واحده تګلاره جوړه شي، بې له شکه د بدلون انډول به رامنځ ته شي. په معادلې کې دا بدلون به د دې لامل شي، چې نړۍ هم پر خپلو محاسبو بیاکتنه وکړي او په هېواد دننه به ډیری مایوسه او سرګردانه ځواکونه له دې ژغورونکي بهیر سره یوځای شي.