د هند کې د شپږ اونیزو ټاکنو د رایو شمېرنه د ۶۴۲ میلیونه کسانو په ګډون سره پېل شوې او لومړنۍ شمېرې ښيي چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوندونو ایتلاف لا هم مخکښ دی.
د هند د عمومي ټاکنو د رایو شمېرنې بهیر سېشنبه د جون پر ۴مه پیل شو چې په ترڅ کې به یې د هند پارلمان د ۵۴۳ څوکیو برخلیک وټاکل شي.
رویټرز د هندي ټلویزیوني چینلونو په حواله راپور ورکړی چې ملي ډیموکراتیک ایتلاف ۳۰۰ څوکۍ ګټلي، په داسې حال کې چې د مودي هندو ملتپال ګوند بیا په یوازې ځان ۲۵۵ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
سیال ګوندونه د ګټلو لپاره د هند د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري.
ورته مهال، د دې ټاکنو ګټونکی ګوند به په راتلونکو څو ساعتونو کې مشخص شي، ځکه د رای شمېرنې بهیر به د رایو ورکولو بهیر په شان دومره اوږدمهاله نه وي.
تر دې دمخه نظرپوښتنو ښودلې وه چې د نریندرا مودي ایتلاف به یو ځل بیا د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون ایتلاف پر وړاندې بریا خپله کړي.
د هند په ټاکنو کې چې د اپرېل پر ۱۹ پیل شوې، نږدې یو ملیارد خلکو نوم لیکنه کړې او ۶۴۲ میلیونو کسانو رایې ورکړې.