له زده کړو څخه د نجونو محرومیت یوکلن شو. په تېرو ۱۲ میاشتو کې طالبانو د منځنیو ښوونځیو او د نجونو د لیسو د بیا پرانستلو لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.
د طالبانو له خوا ښوونځيو ته نجونو د ورتګ د مخنيوي په اړه په پرله پسې ډول د هېوادوالو او نړيوالو بنسټونو له خوا نيوکې شوې دي. هغه نیوکې چې و یې نه شو کولای چې طالبان د ښوونځیو بیا پرانیستلو ته اړکړی. د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره د خلکو او نړیوالو بنسټونو غوښتنې ته د طالبانو نه پاملرنه دا ځل د ملګرو ملتونو او یوناما له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال تېر کال د ښځینه زده کوونکو له پاره د «خپګان» او طالبانو له پاره «شرمناک» کال بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام به د نجونو نسل او د افغانستان راتلونکي ته زیان ورسوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ (یوناما) سرپرست مارکوس پوتزل د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۷ مه په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر تړلو نیوکه وکړه. ښاغلي پوتزل په تیریوه کال کې د ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسي له تبعیض ډکه وبلله او ویې ویل: «دا د خواشینۍ، شرم او په بشپړ ډول د مخنیوي وړ ده.» ښاغلي پوتزل له ښوونې او روزنې څخه د نجونو محرومیت د نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه سرغړونه وبلله او زیاته یې کړه چې د طالبانو دغه کړنه د نجونو د محرومیت، تاوتریخوالي، استحصال او له نجونو ناوړه ګټه اخیستنه زیاتوي او دا د هغې له تبعیض ډکې پالیسۍ لړۍ ده چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ښځې او نجونې پکې په نښه شوې دي.
په افغانستان کې د یوناما سرپرست په وینا، له تعلیم څخه د نجونو محرومیت د توجیه وړ نه دی او د نړۍ په بل هېڅ ځای کې داسې نه دي شوي. نوموړي خبرداری ورکړ چې له تعلیم څخه د نجونو دایمي محرومیت په راتلونکي کې په افغانستان کې ناامني، بې وزلي او نور کړکیچونه زیاتولی شي.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د یکشنبې په ورځ د وږی د میاشتی په ۲۷ په یوه ټویټ کې لیکلي: «د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په ښوونځیو کې د نجونو پر حضور له بندیزڅخه یو کال تېر شو. د پوهنې دا کال او له لاسه ورکړی فرصت به هېڅکله بېرته ترلاسه نه شي.» ښاغلی ګوتریش زیاتوي: «نجونې په ښوونځي پورې اړه لري او طالبان باید اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ستنې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د وږی په ۲۷مه واک ته د طالبانو له رسېدو ۳۳ ورځې وروسته د د هلکانو پر مخ د لومړنیو، منځنیو او لیسو دروازې پرانیستل شوې. دغې ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نجونو لپاره د لومړنيو ښوونځيو د بيا پرانيستلو خبر ورکړ، خو ژمنه يې وکړ چې ډېر ژر به د نجونو د منځنیو او لیسو دروازې هم پرانیزي. د طالبانو له ژمنې یو کال تېر شو، خو تر شپږم ټولګي پورته ښځینه زده کوونکې لا هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
تر اوسه طالبانو د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو د بیا پرانیستلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د یوناما د سرپرست څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د مخنیوی بېلابېل دلايل وړاندې کړي دي. په تېر یوه کال کې که څه هم طالبانو په ښکاره د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره خپل مخالفت نه دی څرګند کړی، خو راپورونه ښيي چې طالب مشران په دې اړه یو نظر نه لري.
پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو زیاتوالی
د ښځینه زده کونکو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نماینده ګۍ یوناما تندې څرګندونې د معترضو او د ښځو د حقونو د فعالانو له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي. هغو ښځو چې له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کوي، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالب مشرانو د سفر معافیت دې لغوه کړي او د نړیوالې ټولنې له جدي بندیزونو سره دې مخ شي.
زهرا کریمي ، چې په کابل کې د لاریون کوونکو له ډلې څخه ده، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ښځې له یوه کال راهیسې په سړکونو ولاړې وې، موږ ان د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د نجونو د ښوونځیو د دروازو خلاصولو لپاره په سلګونو قربانۍ ورکړې دی . زندان ته لاړو، خو بیا هم موږ مطلوبه نتیجه ترلاسه نه کړه.» اغلې کریمي زیاتوي: «طالبانو وښودله چې دوی له نړیوالو منل شویو نورمونو سره موافق نه دي، نو پر طالبانو باید فشار راوړل شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دوی د مشرانو د سفر معافیت لغوه شي او پر طالبانو نور بندیزونه هم ولګول شي.»
د ښځو د حقونو فعاله، مرضیه احمدي ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، داسې ښکاري چې طالبان به د دوی غوښتنې ته تسلیم نه شي. د دوی تر منځ د شته اختلافونو له امله دا ممکنه نه ده چې د دوی دا ایډیالوژیکي اختلافات دې په اسانۍ حل شي. مېرمن احمدي زیاتوي: «که د نجونو ښوونځي پرانستل هم شي، داسې یو نصاب رامنځته شي چې هغه به په پاکستان کې د طالبانو د دیني مدرسو له نصاب څخه هم بدتر وي.»
له همدې امله د ښځو د حقونو دغې فعالې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د ښوونځيو له پرانستلو مخکې د “پخوانيو ښوونيزو کارکوونکو معافيت” ډاډمن کړي.
مريم حداد يوه له هغو لاريون کوونکو مېرمنو څخه ده چې څو ځلې سړکونو ته راوتلې او د ښځو د ازادۍ او د نجونو له پاره د منځنيو ښوونځيو او لېسو د بيا پرانستلو غوښتنه کوي. هغه وايي: «هرڅوک چې د دې ترهګرې ډلې پر ضد غږ پورته کوي، په یو ډول به وځپل شي. هغه ښځې چې لاریون کوي د شپې له خوا په کورونو کې نیول کېږي، شکنجه او ګواښل کېږي.» مېرمن حداد په نړیواله ټولنه نیوکه کوي او زیاتوي: «نړیوالې ټولنې د افغانستان په روان وضعیت ځان کوڼ او ړوند کړی دی او اوسنی وضعیت نه ویني.» نوموړې له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو نور فشار راوړي څو دغه ډله دې ته زمینه برابره کړي چې افغان مېرمنې په ازاده توګه زده کړې، کار او فعالیت وکړي.
له زده کړو د نجونو د منعې په اړه د طالبانو دلیلونه
په تېر یوه کال کې طالبانو ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کړي چې له امله یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د جامو، د تعلیمي نصاب بدلول له شرعي او دودیزو قوانینو سره سم، کلتوري لاملونه او اقتصادي ستونزې هغه موارد دي چې تر اوسه د طالبانو له خوا وړاندې شوي دي.
په دی وروستیو کې د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د وږی په ۲۰مه، اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هېوادوال نه غواړي په اوسني وخت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي. هغه زیاته کړه: «خلک نه غواړي په اوسنیو شرایطو کې یې لوڼې زده کړې وکړي. که د خلکو اصول په پام کې ونه نیول شي، خلک به پاڅون وکړي.» د طالبانو د پوهنې د وزارت د سرپرست دغه څرګندونې د هېوادوالو له نیوکو او مخالفتونو سره مخ شوې دي.
سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د ښوونځیو تړل پر نړیواله ټولنه د فشار له پاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. بله خبره چې په تېر کال کې د هېواد په دننه کې راپورته شوې دا ده چې طالبان قبیلوي لیدلوری پر خلکو تحمیلوي. خو وسله والو طالبانو دغه تورونه رد کړي او وايي چې ډېر ژر به د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو په اړه خپله پرېکړه وکړي.
د نجونو ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کورني غبرګونونه
په تېر یوه کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله په پراخه کچه غبرګونونه راپاریدلي. ښځينه زده کوونکې چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې د طالبانو له خوا ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې، څو ځلې يې لاريونونه کړي دي. په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې ښځو په دې اړه خپل غبرګون ښودلی دی. په وروستیو مواردو کې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ښځينه زده کوونکو د ښوونځي په يونيفورم کې لاريون وکړ. دغه نجونې د شنبې په ورځ د وږی په ۱۹مه د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مخې ته راټولې شوې وې او د نجونو لپاره یې د منځني او لېسو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوله.
له بلې خوا په تېر کال کې د ښځو حقونو یو شمیر فعالانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره د طالبانو پر ضد په پلازمېنه، بلخ، هرات او نورو ولایتونو کې پر سړکونو او ټولنیزو شبکو پراخ لاریونونه کړي دي. په دې وروستیو کې لسګونو اعتراض کوونکو مېرمنو د روان کال د زمری په ۲۲مه په کابل ښار کې د خپل حق غوښتنه وکړه. دوی د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه ورکول او په هېواد کې یې له واکمن رژیم څخه د خپلو حقونو ترلاسه کولو غوښتنه کوله. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د کالیزې پرمهال یو شمیر عدالت غوښتونکو مېرمنو د خپل اعتراض لامل له زده کړو، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو څخه د ښځو ګوښه کېدل وباله. دغه احتجاجي غونډه د کابل په ده افغانانو سيمه کې پوهنې وزارت ته څېرمه جوړه شوې وه. خو د دغو ښځو غوښتنو ته د طالبانو له لوري په هوايي ډزو ځواب وویل شو. طالبانو تل د ښځو احتجاجونه ځپلي او په هېواد کې یې د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یو شمېر لاریون کوونکې ښځې شکنجه او زنداني کړې دي.
د زده کوونکو او ښځو تر څنګ یو شمېر سیاسي څېرو هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی. حامد کرزی یو له هغو شخصیتونو څخه دی چې په وار وار یې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی. د هېواد پخواني ولسمشر تېره ورځ د وږی په ۱۰مه په پکتيا کې د ښځينه زده کوونکو د لاريون په غبرګون کې پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي و: «په پکتيا کې د ښوونځيو د بيا پرانستلو له پاره د لوستو نجونو غږ زموږ د ټولو نجونو غږ دی او د افغان ملت هیله. د ښوونځيو د پرانستلو له پاره د نجونو غږ زموږ د ګران هېواد د وقار، پرمختګ او په پښو دریدلو غږ دی.» نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې د دې خاورې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي، ترڅو افغانستان د لوستو ځوانانو په زور له اوسنيو ستونزو خلاص شي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د یوناما د اټکل له مخې، شاوخوا یو میلیون نجونې چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، د منځنیو ښوونځیو او لیسو پرانستلو ته سترګې په لار دي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. خو د یوناما سرپرست د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي سیاست پر دوام د اندېښنې په څرګندولو سره یو ځل بیا له دغې ډلې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له محدودیتونو لاس واخلي.
د نجونو ښوونځي او د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل
دا چې د ښځو ازادي د پراخ بنسټ دولت یو مهم عنصر دی، د نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو لرې کول کولای شي طالبان رسمیت پېژندلو ته یو ګام ور نږدې کړي؛ خو طالبان په دې اصل باور نه لري او له همدې امله په هېواد کې د ښځو د ازادۍ غوښتنو ته پاملرنه نه کوي. د لویدیځو ټولنو او هېوادونو استازو تل په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه دولت پر جوړېدو او د ښځو ازادۍ په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځیو پرانستلو ټینګار کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دوې ورځې وړاندې د «اسپونتیک» تلویزیوني شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې د روسیې دولت له لوري ددې ډلې په رسمیت پېژندل د دوی په کورني او بهرني سیاست پورې اړه لري. د نوموړي په خبره په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو له پاره یو مهم شرط دی او د نجونو ښوونځیو پرانستل د پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو یو مهم عنصر دی.
دغه راز د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل په خپله پرونۍ وینا کې په اوسمهال کې د افغانستان د خلکو له پاره د شرایطو برابرول د طالبانو ډلې مسوولیت وباله او ټینګار یې کړی: «نړیواله ټولنه له داسې یوه دولت څخه د ملاتړ له پاره چمتو ده چې د ټولو خلکو نماینده ګي وکړي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.»
له دې وړاندې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې پلاوي رئیس ارنوت پاولز د سږ کال په زمري میاشت کې د نجونو ښوونځیو پرانستل او په افغانستان کې د پراخ بنسټ دولت جوړېدل له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې مهمې غوښتنې په ګوته کړې.
له دې ټولو سره سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر تړل کېدو د طالبانو ټینګار په ملي او نړیواله کچه زیاتې اندېښنې له ځان سره درلودلې دي. لا هم جوته نه ده چې طالبان به کله د نجونو ښوونځي پرانېزي.