۸صبح، کابل: خوست او پکتیکا کې له بېګانۍ مرګونې زلزلې وروسته د طالبانو کابینې له زلزله ځپلو سره د هراړخیزې مرستې په موخه په ارګ کې بېړنۍ ناسته رابللې وه.
د طالبانو د سرپرست حکومت مشر ویاند ذبیحالله مجاهد نن له غرمې وړاندې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د کابینې بېړنۍ ناسته د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ وشوه.
مجاهد زیاته کړې، په دې ناسته کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ ټولو اړوند ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې سیمې ته دې د بېړنۍ مرستې ګروپونه ولېږي.
هغه ویلي، چې د زلزلې له کبله د مړو له کورنیو او ټپيانو سره د نقدي مرستو او تداوۍ لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.
دغه راز د کابینې په دې بېړنۍ ناسته کې لارښونه شوې، چې د خوراکي موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او د ټپيانو د لېږد لپاره دې له هوايي او زمیني ټرانسپورټ څخه کار واخیستل شي.
د راپورونو له مخې، خوست او پکتیکا کې د بېګانۍ زلزلې له کبله سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د دغې زلزلې د شدت اټکل د رېښتر په کچه ۶٫۱ درجې ښوولی دی.