د طالبانو له واکمنۍ د درېيو میاشتو په تېرېدو سره په هرات کې د ماشومانو په تېره بیا نجونو پلور زیات شوی دی. د هرات ښار په څو کیلومترۍ کې شهرک سبز چې بې ځایه شوې کورنۍ پکې اوسېږي تر ډېره دا خلک د بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې کوچنۍ لوڼې پلوري. له بلې خوا، د طالبانو چارواکي ددې موضوع په ردولو سره وايي چې دا د هېواد د کورنیو ستونزو د غټ ښودلو لپاره د مخالفینو دسیسه ده.
په دغه ښارګوټي کې د یوه قومي مشر د شمېرو له مخې، تراوسه په دې ځای کې څه د پاسه سل کوچنۍ او د منځني عُمر لروونکې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله پلورل شوې دي. د زرغون ښارګوټي د بې ځایه شویو کورنیو د شورا رییس ملا داوود له ۸صبح سره په خبرو کې وايي چې بې وزلي، د کار نشتوالی او د طالبانو له چارسمبالي حکومت نه ملاتړ د دې لامل شوی چې ډېری کورنۍ خپل ماشومان په تېره بیا لوڼې وپلوري. ډېری دغه بې ځایه شوې کورنۍ له غور، بادغیس او فراه ولایتونو څخه دې سیمې ته ورغلې دي. ددغو بې ځایه شویو د شورا رییس زیاتوي: «موږ داسې کورنۍ لرو چې له دوو میاشتو راهیسې یې یوه شپه سمه ډوډۍ نه ده خوړلې. ډېری دغه کورنۍ دې ته اړ شوې، ددې لپاره چې د کورنۍ نور غړي یې ژوندي پاتې شي خپل ماشومان وپلوري.»
هغه جوته کړه چې لسګونه کورنۍ اوسمهال په دې ښارګوټي کې ژوند کوي چې خپلې لوڼې یې پلورلې دي او پېرودونکي کس هم د نجونو له اخیستو وروسته هغه خپلو زامنو ته نکاح کړې دي.
عزیز ګل د بادغیس ولایت یو بې ځایه شوی دی چې اوس په دغه ځای اوسېږي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې څلور میاشتې مخکې یې خپله کوچنۍ لور د اتیا زره افغانیو په بدل کې پلورلې ده. نوموړی د خپل ژوندانه د ناسم وضعیت په اړه زیاتوي: «په کور کې یوولس تنه یوو، له یوې دوو میاشتو راهیسې یوه بوجۍ اوړه هم نه پیدا کېدل، موږ مجبور شوو چې خپله لور وپلورو او په نکاح ورکړو.»
په دغه ښارګوټي کې یوازې عزیزګل د خپلو ماشومانو پلورلو ته نه دی اړ شوي. لکه څنګه چې دا کورنۍ وايي، بې وزلي او وزګاري د دې لامل شوې چې ډېری کورنۍ خپلې لوڼې وپلوري. عبدالله یو بل بې ځایه شوی کس دی چې وایي، د حکومت له سقوط وروسته وزګار شوی او مجبور شو د کورنۍ د نورو غړو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان وپلوري. هغه چې له خواشینۍ په سختۍ سره خبرې کوي وايي: «هېڅوک دې ته نه حاضرېږي چې خپله لور دې په د پیسو په خاطر وپلوري، اوس مې لور نکاح شوې او له دوه کلونو زیات عمر لري، یوه میاشت وروسته یې بیایي.»
د ماشومانو د پلورلو ادعا د ثابتولو لپاره مو له ډېرو کورنیو سره خبرې وکړې. ددغه ښارګوټي په یوه برخه کې مو کوچنۍ نجلۍ نازیه ولیده چې ددغې بې وزلۍ قربانی شوې ده. د نازیې پلار حضرت وایي: «کار نشته، ایران ته نه شم تلای، دې ته اړ یم چې د کورنۍ د نورو غړو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپله لور وپلورم او د کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړم.» نازیه دوه کلنه او له خپلو ټولو حقونو بې خبره ده. هغه چې یوه کندهاري هلک ته په نکاح ورکړل شوې او ټاکل شوې لس کاله وروسته له خپل خاوند سره ګډ ژوند پيل کړي، په دې لسو کلونو کې حضرت په کال کې ددغې نجلۍ له خسر څخه لس زره افغانۍ ترلاسه کوي.
له بله پلوه، په هرات کې مدني فعال خلیل احمد توخي، ددغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ بولي او وايي که د طالبانو چارسمبالی حکومت د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې ونه لټوي، وضعیت به لا خراب شي. نوموړی له طالب چارواکو غواړي چې زرترزره د ژمني له رارسېدو مخکې دغو کورنیو ته کورنۍ او بهرنۍ مرستې برابرې کړې ترڅو د خلکو د دسترخوان د وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ د ماشومانو د پلور مخه هم ونیول شي.
دا په داسې حال کې دې چې تازه د ملګروملتونو سازمان په هېواد کې د بې وزلۍ د اویا سلنه زیاتوالي خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان د رپوټ له مخې، ښايي چټکو مرستو ته د اړمنو وګړو شمېر د روان میلادي کال تر پایه ۱۸ میلیون تنو ته زیات شي. د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو دملاتړ صندوق یونیسف د تازه رپوټ پربنسټ، په ځینو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د برابرولو په موخه د پیسو په بدل کې کوچنۍ نجونې پلورل کېږي.
ولې نجونې ددغه ناورین اصلي قربانیانې دي؟
د بشري حقونو فعاله قاطمه کریمي وایي چې څو کلونو راهیسې په هرات کې د ماشومانو او نجونو د وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي. د مېرمن کریمي په باور، نجونې تل په هېواد په تېره بیا هرات کې قرباني شوې دي. هغه جوتوي: «په هر سن کې نجونې هم په مخکیني حکومت او هم د طالبانو په سرپرست حکومت کې تل قرباني شوې دي، د کار نشتوالی، له زده کړو بې برخې پاتې کېدل، بې وزلي او لوږه ددې لامل شوې چې ماشومې نجونې وپلورل شي. دا چې سبا د دغو نجونو ژوند څه ډول کېږي، څوک نه پوهېږي.» د فاطمې کریمي په وینا، باید د طالبانو چارسمبالی حکومت د کاري زمینو برابرولو او مرستو د وېش ترڅنګ، په دغه ولایت کې د نجونو د پلور مخه ونیسي.»
په هرات کې یوه بله مدني فعاله فریبا کبرزاني وايی چې بې وزلي او د کاري زمینو نشتوالی ددې لامل شوی چې ډېری کورنۍ لومړني خوراکي توکي ونلري. مېرمن کبرزاني زیاتوي چې پر ښارونو د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د هر څه بیې په بې مخینې توګه زیاتې شوې او کاروبار کم شوی دی.
په دې لړ کې په هرات ولایت کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت چارواکي په دغه ولایت کې د ماشومانو د پېر پلور ادعا یوه اوازه بولي او وايي چې ډېری دغه کارونه د مرستو د جلبولو لپاره ترسره کېږي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني، که څه هم له وروستیو بدلونونو وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو ټینګار کوي چې ډېری دغه کسان چې د خپلو ماشومانو د پلورلو ادعا لري، له رسنیو سره د مرستو د جلبولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي. حقاني زیاتوي چې ددغو کورنیو د برخلیک په اړه یې پلټنې پیل کړې او له دقیقې ارزونې وروسته به دغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ماشومانو په تېره بیا نجونو پېر پلور د هېواد د کورنیو ستونزو د لوی ښودلو لپاره د مخالفینو دسیسه بولي او ټینګار کوي چې په هېڅ توګه د کوچنیو نجونو پلور آن د نکاح لپاره هم جواز نه لري او که دا ډول مورد موجود وي، مسوولین به یې مخه ونیسي. ښاغلي حقاني زیاته کړه: «په اسلام کې دا ډول کارونه جواز نه لري او هره نکاح باید د اسلامي اصول پربنسټ وي. موږ دا ډول خبرې موثقې نه ګڼو، له هغوی سره چلند او مخنیوی یې کوو.»
د طالبانو چارسمبالي حکومت په ځلونو ژمنه کړې چې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره منظم پروګرامونه لري او ډېر زر به د نړیوالو مرستو په جلبولو او پرمختیایي پروژو د کارونو په پیلېدو د خلکو کاروبار ښه شي؛ خو لیدل کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د بې وزلۍ لمن لاپراخېږي.