۸صبح، کابل: په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو بنسټ سږ کال د دغه سازمان په روغتونونو کې د ناروغانو د شمېر د ډېرېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د یکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۱مه پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د دغه بنسټ روغتونونو ته ۲۶۸ زره او ۳۹۴ ناروغانو مراجعه کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې د دغه سازمان په بېړنۍ څانګه کې ۱۷۹ زره او ۸۶۰ کسانو مشورې ترلاسه کړې او ۵۰ زره او ۱۹ نور په روغتونونو کې بستر شوي دي.
همدارنګه د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ۸ زره او ۸۶۴ کسانو ته بیړني خدمتونه او ۷ زره ۶۲۹ نورو ته جراحي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله يې په روغتونونو کې له ۲۲ زرو ډېر زېږونونه ثبت کړي دي.
د بې پولې ډاکټرانو بنسټ د بلخ، هرات او هلمند په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې د اتو روغتونونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی او د نورو سکټورونو ترڅنګ د هېواد روغتیايي سیستم هم له ناورین سره مخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې وضعیت خواشینونکی بللی او ویلي یې دي چې د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره د منابعو او بودیجې نشتوالی د بې شمېره خلکو ژوند ګواښي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۷.۵ میلیونه ماشومانو او ۳.۱ میلیونو ښځو په ګډون سږ کال په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو ډېر کسان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.