۸صبح، پکتیکا: په پکتيکا کې پر يو موټر د هوايي بريد خبر له خپراوي وروسته سیمهییزې سرچينې وايي چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي وسلهوال د پاکستاني طالبانو غړي دي.
سرچینې شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته خبر ورکړی و چې د ګومل ولسوالۍ په ترخه سیمه کې پر یو «پیکپ» ډوله موټر برید شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې ټول سپاره چې شمېر يې اته کسانو ته رسېږي د ټيټيپي د مشهور قوماندان زرار ګنډاپور اړوند وو.
طالبانو او پاکستان تر اوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي او دا هم نه ده څرګنده چې دا بې پیلوټه د کوم هېواد ده.
دا برید کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا له وروستي سفر او له طالب چارواکو سره د هغه تر لیدنې یوازې درې ورځې وروسته ترسره شوی. هغه سفر چې محمدنبي عمري په پاکستان کې پر چینايي انجینرانو د برید د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، اسلاماباد په دې هڅه کې دی چې په پرلپسې ډول د چینايي انجینرانو د مسئلې په راپورته کولو سره د دغې ډلې او چین ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.