د طالبانو د دوه نیم کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې روغتیايي حالت په بې مخینې توګه ناوړه شوی دی. تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د یوه پایداره انساني ناورین او بې ثباته روغتیايي سیسټم له کبله له ستونزو سره مخ دی. د دغه سازمان په خبره، د ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري د وضع شویو بندیزونو له کبله، روغتیایي خدماتو ته یې د هغوی پر لاسرسي اغېز کړی دی. دا اندېښنې داسې مهال راځي چې نه یوازې د طالبانو مدیریتي دستګاه په روغتیايي نظام کې لاسوهنه کوي؛ بلکې د دوی نامسلکي بنسټونه هم د روغتیايي مرکزونو په چارو کې په لاسوهنې تورن دي. تازه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت محتسبانو د شخصي روغتونونو د ښځينه کارکوونکو نوملړ او د هغوی شخصي مالومات غوښتي دي. د ښځينه روغتیاپالانو دا پلټنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، د هېواد له ۳۰۰ په ډېرو ولسوالیو کې ښځينه متخصصې ډاکټرانې نه شته او د نږدې ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې ۹۰ ولسوالۍ فعال روغتیايي مرکزونه لري. روغتیاپوهان وايي چې د طالبانو نامسلکي چلن او پر ښځو د ډېرو محدویتونو د لګولو له کبله روغتیايي سیسټم د ناورین پر لور رهي شوی دی.
تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم له یوه بشري ناروین سره لاس او ګریوان دی. د دغه بنسټ په خبره، افغانان یو بېثباته روغتیايي سیسټم زغمي او له لوږې سره مخ دي.
په دې راپور کې راغلي چې خوارځواکي، د ناروغیو خپرېدل، شدیده وچکالي او طبیعي پېښو روغتیايي سیسټم لا کړکېچن کړی دی. د دغه سازمان په راپور کې د ښځو حالت خواشینوونکی بلل شوی دی. راپور زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د بندیزونو زیاتېدا، پر زدهکړو لګول شویو محدویتونو ته په کتو روغتیايي پاملرنې ته د نه لاسرسي له کبله بشردوستانه مرستو ته په بې مخینې توګه اړتیا ډېره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي: «په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۰ زرو ډېرو کلیو کې نږدې ۹.۵ میلیونه کسان لومړنیو روغتیايي خدماتو ته ډېر کم یا هم هېڅ لاسرسی نه لري.» دغه سازمان زیاته کړې چې دا حالت په اوږد مهال کې ښځې او ماشومان ډېرې اغیزمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د وچکالی د دوام له امله هم اندېښنه ښوولې. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه، ۳۰ ولایتونه د اوبو له کمښت یا د اوبو د ټيټ کیفیت سره مخامخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور کاږي چې د افغانستان اوږمهاله انساني ناروین د ژیوپولیتیکي مسایلو له کبله لاینحله پاتې چې دا په روغتیايي برخو کې د نړیوالو شریکانو د نه ملاتړ لامل شوی دی. دغه سازمان ټينګار کړی چې نړۍ دې د ښځو او ماشومانو روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.
ورته مهال روغتیايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت محتسبانو کابل کې د شخصي روغتیايي مرکزونو د ښځينه کارکوونکو ځانګړنې او نوملړ غوښتی دی. دا سرچینې زیاتوي چې محتسبان د تېرې یوې اوونۍ پر مهال څو شخصي روغتونونو ته تللي او له هغوی یې د ښځينه روغتیاپالانو معلومات غوښتي دي.
نګین (مستعارنوم) چې یوه ښځينه متخصصه ده له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر بنسټ له لوري د اطلاعاتو ارزونه ښځو ته ناوړه پاېله لري؛ ځکه له دغو کسانو څخه د ښځو د بربادېدو او بندیزونو لګولو پرته نوره تمه نه شي کېدای.» دا روغتیاپاله اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ټولنیزو شبکو د نومونو په ګډون د ښځينه روغتیاپالانو شخصي اطلاعات، روغتیايي سیسټم ته یو بل ګواښ ګڼل کېدای شي.
دا ډاکټره وايي: «دا وېرونکې ده. د طالبانو هر بنسټ اطلاعات ټولوي او له روغتیايي نظام څخه یې وېرونکې استخباراتي او امنیتي اداره جوړه کړې ده. اندېښمنې یو چې دوی زموږ اطلاعات څه کوي او په پوره مانا حیرانې یو چې څه وکړو. سبا که د ښځينه کارکوونکو پر وړاندې هر څه کېږي، طالبان یې مسوول دي.»
له بلې خوا د وزیر محمداکبرخان روغتون پخوانی رییس سیدعبدالله احمدي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي :«په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو وضعیت په ځانګړې توګه اوسنی روغتیايي سیسټم چې د طالبانو له لوري یې مدیریت کېږي، خواشینونکی دی؛ ځکه روغتیايي خدمات په مساوي توګه او د خلکو اړتیاوو ته په کتو نه وړاندې کېږي.» احمدي وايي چې پر ښځو د طالبانو له لوري پلي شوي محدویتونه، منطقي نه دي او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر ته یې زیان رسولی دی. د نوموړي په خبره، له شخصي روغتونونو څخه د ښځينه روغتیاپالانو د شخصي مالوماتو غوښتنه، نوی محدودیت دی چې د روغتیايي نظام حالت لا نور ناوړه کوي.
د وزیر محمداکبرخان روغتون پخواني رییس ټينګار کړی چې د ښځو پر وړاندې د محدویتونو دوام سره به روغتیايي نظام د یوه ناورین شاهد وي چې مېندې او ماشومان به ترې ډېرې زیانمنې شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې طالبان دې د روغتیايي خدماتو د وړواندې کولو پر بهیر محدویتونه لرې کړي او اجازه دې وړکړي چې روغتیايي سیسټم د سیاسي ډلو له لاسوهنې پرته ارامه ساه واخلي. نوموړي د طالبانو تر مدیریت لاندې د روغتیايي سیسټم راتلونکی تور او وېرونکی وباله.
طالبانو داسې مهال په روغتیايي نظام کې پر ښځينه روغتیاپالانو نوي مقررات پلي کړي چې د دوی تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې د هېواد د نږدې ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې ۹۰ ولسوالۍ فعال روغتیايي مرکزونه لري. د دغه وزارت په خبره، له ۳۰۰ ډېرو ولسوالیو کې ښځينه متخصصه ډاکټره نه شته.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په روغتیايي سیسټم کې پر ښځو ډېر محدویتونه لګولي دي. د دغو بندیزونو له ډلې، هغه نجونې او مېرمنې چې له طبي پوهنځيو فارغې شوې دي، طبي تحصصي بنسټونو ته له ورتګه منع شوې دي. دغه راز د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د ورتګ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه او په Exit Exam او د تخصص د بشپړېدو په ازموینه کې هم نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه، په داسې حال کې چې افغانستان دمګړۍ ډېرو ښځينه ډاکټرانو ته اړتیا لري. دمګړۍ په ډېریو روغتیايي مرکزونو کې قابلې د ښځو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کوي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مري. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم افغانستان په نړۍ کې نوي زېږدولو ماشومانو او مېندو لپاره ناوړه ځای بللی دی.