د کرونا د خپرېدو له امله ۱۴۷ میلیونه ماشومان ۵۰ سلنه له مخامخ زده کړو بې برخې شوي

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د کرونا له خپرېدو وروسته ۱۴۷ میلیونه ماشومان نه دي توانېدلي، چې په ټولګي کې خپلې ۵۰ سلنه زده کړې تعقیب کړي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (اپریل ۳) په یوه بیانیه کې وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د دوو کلونو لپاره د تعلیمي مرکزونو تړل په نړۍ کې د ماشومانو پر زده کړو ناوړه پایلې درلودی.
د ملګرو ملتونو په بیانیه کې راغلي: «د ماشومانو دا نسل ممکن په اوسني ارزښت سره د ټول عمر ۱۷ټریلیون ډالر عاید له لاسه ورکړي.»
دا بیانیه په ډاګه کوي چې د زده کړې د کمښت سربیره، کوویډ – ۱۹ په منظم تعلیم کې د ماشومانو د ګډون کچه راټیټه کړې چې د دې ویروس له خپریدو دمخه ۷۵٪ وده کړې وه.
د ملګرو ملتونو موندنې ښیې چې په ۲۰۲۰ کې، د نړۍ په کچه د لومړنیو ښوونځیو شاوخوا څلورمه برخه زده کونکي لومړنیو خدماتو لکه بریښنا، د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.
یوازې ۲۰٪ هیوادونو د ښوونځیو له پرانستلو وروسته د زده کونکو د رواني روغتیا چمتو کولو لپاره اړین اقدامات کړي دي.
په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا ویروس خپرېدل، چې په چین کې رامنځ ته شول، په ټوله نړۍ کې د پوهنې بهیر زیانمن کړ.