ننګرهار کې ځايي خلک شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ بلې ته په زیاتېدو دی چې له کبله یې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړي دي. دوی پر رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو د شمېر ډېروالي لامل فقر، بې روزګاري، اقتصادي ستونزي او د طالبانو له لوري له دولتي دندو د پخوانيو نظامي او ملکي مامورینو ګوښه کول یادوي.
ورته مهال، په ختیځ کې د سرې میاشې ټولنې د رواني ناروغیو د ۱۰۰ بستریز روغتون طالب مسوولین هم مني چې په ننګرهار کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېری شوی چې یوازې د ۱۰ مېرمنو په ګډون ورسره پر رواني ناروغیو سل ناروغان تر درملنې لاندې دي.
وروسته له هغه چې طالبانو د دویم ځل لپاره پر ټول افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې؛ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېکارۍ، غربت او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي له امله د خلکو شکایتونه ډېر شوي. ننګرهار هم د هېواد یو له هغه ولایتونو دی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کې پر رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی او نیوکې دا دي، چې د طالبانو د بې غورۍ له امله دا ګراف ورځ بلې ته په زیاتېدو دی.
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکې فاطمه چې په دغه ولایت کې د سرې میاشتې د رواني ناروغانو په سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې ده وايي، وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او خاوند یې خپله دنده له لاسه ورکړه د اقتصادي ستونزو او غربت له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوه، چې د خپلې کورنۍ د غړو له لوري د سرې میاشتې روغتون ته د درملنې په موخه راوستل شوه.
نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زما خاوند چې د جمهوریت له سقوط وروسته بې وظیفې شو، زمونږ اقتصاد کمزوری شو، فقر او غربت مو زیات شو، د کار درک نه وو، په سوچونو سوچونو مې حالات خراب شول، هره ورځ به چغې وهلې، ژړل به مې او خوب مې هم ورک وو، بیا دلته راغلم، دلته دوا سره مې وضعیت یو څه ښه شوی دی.»
ناروغان وايي، که څه هم له درملنې وروسته یې روغتیايي وضعیت ښه شوی؛ خو اندېښنه لري که له درملنې وروسته یې خاوند ته د کار روزګار زمینه او د اقتصادي ستونزو حل لپاره ورته پام ونه شي د بیا ځل لپاره به پر دغې ناروغۍ مبتلا شي. دوی د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو ژوند ښه والي لپاره دې دوی ته کاري زمینې برابرې کړي؛ ترڅو یې کورنۍ د ټولنې پر اوږو بار نه شي.
د سرې میاشتې ټولنې په روغتون کې بستر رواني ناروغ الهام الدین چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «کار روزګار نشته، غربت ډېر دی، اقتصادي مشکلات زیات دي، کور کې مریضي هم لرم، هره ورځ به مې سوچونه کول، اخر د سوچونو له وجې مریض شوم، چې بیا مې ورور دې شفاخانې ته راوستلم، دلته د ډاکټرانو چلند راسره ښه دی، دوا راکوي، ډوډۍ هم په وخت راکوي؛ خو مشکل دا دی که مونږ ته څومره تداوي وشي او بېرته له دې ځایه له وتلو وروسته راته کار روزګار پیدا نه شي؛ نو نه یوازې زه بلکې دا ټول ناروغان چې دلته بستر دي؛ بېرته به په رواني ناروغۍ اخته شي، د دې مشکل د حل لپاره یوازې د کار روزګار پیدا کول دي.»
په همدې حال په ختیځ کې د رواني ناروغانو د سل بستریز روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یاد روغتیايي مرکز ته د رواني ناروغانو مراجعه زیاته شوې، چې ډېره برخه یې ځوانان تشکیلوي.
د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د سل بستریز روغتون د درملنې مدیر نظر محمد حامد وايي، په دغه روغتون کې د ختیځو ولایتونو سربېره د هېواد له شمالي، جنوبي او کابل ولایتونو ګڼ ناروغان چې پر رواني ناروغۍ اخته دي په دې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړی زیاتوي: « مونږ سره دا مهال لس زنانه او ۹۰ نارینه چې په رواني ناروغۍ اخته دي بستر او تر تداوۍ لاندې دي، له دې سره جوخت دوه سوه زنانه او دوه نیم سوه نارینه زمونږ تر نظارت لاندې په کورونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د زیاترو لامل یې بېکاري، فقر، اقتصادي ستونزې او پخواني جنګونه دي، دلته هره ورځ ډېر کسان مراجعه کوي؛ خو مونږ سره بسترونه او نور امکانات کم دي؛ نو مونږ یې د هغوی په خپلو کورونو کې بستر کوو.»
د رواني ناروغۍ متخصصین بیا له کورنیو غوښتنه کوي، چې له دا ډول ناروغانو سره دې مناسب چلند او مینه ورکړي؛ ترڅو ناروغ له ژور خفګان، اندېښنو او په ټولنه کې له شته ناخوالو خوندي او بېرته خپل عادي حالت وګرځي.
د رواني ناروغانو شکایتونه او شمېر په داسې مهال په لوړېدو دی چې د پخواني جمهوریت له پرځېدو وروسته د طالبانو رژیم سلګونه زره نظامي او ملکي مامورین له دندو ګوښه او پرځای یې له زده کړو بې برخې طالب جنګیالي او د هغوی پلویان ځای پرځای کړي، چې سربېره پر بېکارۍ، غربت او اقتصادي ستونزو په دولتي ادارو کې د خلکو د کارونو پر وړاندې هم سترې ستونزې را منځته شوي، چې د خلکو د ساعتونو کارونه ورځو، اوونیو او ان میاشتو ته ځنډېږي.