د افغانستان له اوسني ټولنيز او سیاسي وضعیت څخه واضح څرګندېږي چې د غیر مسلکي رهبرۍ ناسنجول شوي سیاستونه د خلکو په ژوند څومره ژور اغېز لرلی شي .د ټولو اداري او مدریتي کمیو او کاستيو ور هاخوا ناسم سیاستونه په اوږد مهال کې د یو هېواد او ملت سر برخليک خرابولی شي. طالبانو دوهم ځل د واکمنۍ له ترلاسه کولو سره يو ځل بيا يو شمېر سخت بدوي او غیر سنجیده قوانین او محدودیتونه وضع کړي دي. په دې محدودیتونو کې د نجونو د زده کړو او کار بندیز تر ټولو ټکان ورکوونکی دی. او تر دې هاخوا په مشخصو تشبثاتو محدودیت لکه د ښځينه وو عمومي حمامونو او کیفو (Cafes) بندول او په دې ورستویو کې د ښځینه وو د سینګارتونونو بندول د يادولو وړ دي. د طالبانو له لورې دغه ټولنیز محدودیتونه يوازې په دې مشخصو مواردو او صنایعو پورې محدود نه دي، بلکې پايلې يې ډېرې پراخې دي. د دې ډول سختو او ناوړه مقرراتو زغمل بعدي او څو اړخیز تاثیرات لري چې په نهایت کې د اقتصادي رکود لامل کېږي او شته ټولنیزې ستونزې ورسره لا پراخېږي.
په ظاهره کې په مشخصو سکټورونو بنديزونه لګول شوي، عام خلک او رسنۍ هم یواځې د مسلې یو اړخ ګوري خو د دې بندیزونو منفي اغېزې پراخې دي او د افغانستان ټولیز اقتصاد ورسره زيانمنېږي.
څو اړخيزه اغېزه (Multiplier Effect) او پايلې يې
څو اړخیزه اغېزه يا Multiplier Effect هغه اقتصادي مفهوم دی چې اقتصادي فعاليتونو کې په کموالي يا زياتوالي سره په نتیجه(output) کې څو برابره تغير رامنځته کېږي. يوه سکتور کې په پانګونې سره د کارموندنې د فرصتونو د زياتېدو تر څنګ د اړونده سکتور پراختيا مومي او په ټوله کې د اقتصادي فعاليتونو د زياتېدو لامل کېږي. خو له بلې خوا، په يوه سکتور کې د اقتصادي فعاليت په کمېدو سره په ټولیز اقتصاد باندې هم عین شکل انقباض (contraction) رامنځته کېږي یاني ورستي تاثیرات یي د لمړنیو بدلونونو په نسبت څو چنده زیات وي . همدا مفهوم موږ سره مرسته کوي تر څو د اقتصادي پدیدو په بعدي اغېزو هم فکر وکړو.
په سینګارتونونو او اړونده صنایعو باندې د طالبانو د بنديزونو اغېزه
که د سینګارتونونو مورد په نظر کې ونيسو، له بندېدو وړاندې سينګارتونونو دوه رولونه ترسره کول: لومړی د خدماتو له لوري د عوایدو ایجاد چې د زياتو افغان کورنيو لپاره د تمویل او معیشت سرچينې وې تازه د بی بی سي فارسي یو راپور خپور کړی او د افغانستان د سوداګرۍ خونې په حواله یي ویلي چې په دې صنعت کې ۶۰ زره مېرمنې په کار بوختې وې چې په دې اساس د پام وړ صنعت شمېرل کېدلی شي او له همدې طریقه راغلي عوایدو د اقتصادي څرخ په څرخولوو کې د پام وړ تاثیر درلوده.
له بلې خوا د دې سينګارتونونو له فعاليت څخه لاسته راغليو عوایدو باندې د سینګار محصولات او تجهیرات پېرودل کېدل او نور اړونده خدمات هم ورسره را منځته کېدل چې په دې توګه نور صنايع هم ورسره په حرکت راځي. لکه د همدې توکو د خرید او فروش بازارونه او په هغو کې د بوختو کسانو کار روزګار او یا هم د همدې توکو د تولید، تورید او ټرانسپورټ په برخه کې د خلکو اشتغال او بوختیا چې په همدې صنعت پورې تړلې وه چې په ټوله کې یې یو پراخ بزنس را منځته کړی و. طبيعي ده د دې بندیزونو له وجې په لږ یا زیاته اندازه اغېزمن کېږي او بلاخره له بازار څخه وځي. د رکود دا څړیکه د ډومېنو اغېز (Domino effect) په شکل کار کوي، یاني د یو صنعت له ړنګېدو سره بل یي هم اغېزمن کېږي.
البته اړوند صنعتونه یواځې د طالبانو د سیاستونو له غیر مستقیمو سیاستونو څخه نه کړېږي تر څنګ یي په ځينو نورو تشبثاتو وار له مخه لا بندیزونه او محدودیتونه وضع شوي وو چې له هغې جملې څخه د ښځینه حمامونو د بندیز دی چې د المان غږ فارسي ورځ پاڼې د ۲۰۲۲ کال نومبر د اتمې د یو راپور په بنا یې طالبانو علت د دوی له شریعت سره مخالفت ښودلی وو. او په تعقیب یي د په ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۶مه په هرات ولایت کې مېرمنې کافي شاپونو او رستورانتونو ته له تللو منع کړلې دا موضوع په همدې تاریخ د ازادۍ راډيو په ویب پاڼه راپور شوي دي خو دا یي یواځې څو نمونې دي. د طالبانو ښاروالیو تقریبا ټولو ولایتونو کې سلمانیو ته سپارښتنه کړې چې د سړیو ږیرو کمولو څخه لاس واخلي ډېری داسي محدودیتونه د تهديدونو په شکل وي او هېڅکله راپور کېږي نه خو د خلکو او سوداګرو په انګېزو او ورسره تړلو تشبثاتو ژورې اغېزې ښندي.
د طالبانو له لورې په دې ډول بنديزونو او سیاستونو سره نه يوازې دا چې د سنګارتونو، حمامونو، رستورانټونو، کافي شاپونو، خصوصي پارکونو او نورو تشبثاتو خاوندان عواید له لاسه ورکوي، بلکې له دې سره تړلو صنایعو باندې هم منفي اغېز اچوي او په پایله کې کورني عوايد او د خلکو د خرید قدرت کمېږي او په دې توګه اقتصادي انقباض او دوره يي رکود رامنځته کېږي چې نتیجه یي پراخه بېکاري، لوږه او غربت کېدای شي.
د نجونو د زده کړو د بندېدو ډامېنو اغېزه
د نجونو په زده کړو باندې د طالبانو بنديز داسې منفي اغېزې لري، چې ښايي په لنډ مهال کې محسوس نه شي، خو اوږدمهاله عواقب يې ډېر ترخه دي. د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۴مه د یونیسف لخوا په یو خپور شوي تحلیلي راپور کې په ډاګه شوي چې تېر یو کال کې له یواځې له متوسطې او ليسې دورې ښونځیو د نجونو محرومیت د هېواد اقتصاد ته ۱،۲ میلیارده ډالره تاوان اړولی دی د یونسیف تحلیل ښيې چې یواځې د همدغو نجونو زده کړو په راتلونکې کې د افغانستان له اقتصاد سره ۵،۴ میلیارده ډالر مرسته کولی شوی دا رقم د افغانستان سره د مرسته کيدونکو مياشتنيو کڅوړو شاوخوا ۱۲۰ برابره دی. په دې راپور کې يواځې د تېر کال د متوسطه او لیسې دورې نجونو د زده کړو اغېز او ونډه تخمین شوي ده چې له بده مرخه څو میاشتې وروسته پوهنتونو کې هم د نجونو په زده کړو او موسساتو کې په کار یي بندیز ولګېده، د دې ډول بندیزونو ډېری هغه مېرمنې چې په دندو بوختې وې، بېکاره کړلې او په دې شکل په پایله کې یي د عوایدو او مصارفو په راکمېدلو سره ناخالص محلي تولید یا (GDP) ته دروند زیان اړولی دی. شاید ځينې استدلال وکړي چې زیاتره هغه مېرمنې چې له دندو منع شوې معاشونه اخلي نو بنآ عمومي اقتصاد نه زیانمن کېږي. اول خو دا مسله د ټولو لپاره سمه نه ده. اکثره مېرمنو چې له کومې ورځې دنده له لاسه ورکړې له هغې ورځې یي تنخوا او عاید هم له لاسه ورکړي کومې چې لا تر اوسه تنخوا اخلي (البته دا مسله مالومه نه ده) هغه هم ریښتیا نه دي، کېدای شي راتلوونکې کې حالت همداسي دوام ونکړي که څه هم دا چاره په ظاهره د ستونزې د راښکاره کېدلو مخه نیسي ولې دا یو ډول مخفي بېکاري ده چې د عمومي مولدیت (Productivity) نسبت ټیټوي یاني موږ انساني ځواک لرو چې د کار کولو وړتیا او اراده لري ولې موږ ورڅخه اختیار اخیستی او غیر فعاله دي یاني د هېواد په کچه د توکو او خدماتو په تولید کې ونډه نه لري.
تر دې ور هاخوا د دې بندیزونو اوږدمهاله اغېزې بيخي اندېښمنوونکې دي. د يو هېواد لپاره يو له تر ټولو ارزښتمنو انساني سرمايو څخه د لوړې سلنې لوستو مېرمنو شتوالی دی. لوستې ښځې کولی شي کاري قوه پياوړې کړي، د خپلې پوهې او مهارتونو په مټ راتلونکی نسل د کار خلک وروزي او خپله ټولنې ته د روغتیایي او تعلیمي فعالیتو غوندې اغېزمن خدمات وړاندي کړي چې په دې شکل سره هم د خپل کورني اقتصاد او هم د ملي اقتصاد د ثبات او له بدبختي د نجات سبب کېدلی شي. له همدې کبله د نجونو په زده کړو بنديز نه يوازې دا چې د پوهنې سکتور په سمدستي توګه اغېزمنوي، بلکې د افغانستان په اقتصاد باندې هم اوږدمهاله او ناوړه اغېزې کوي.
د اقتصادي رکود شیطاني کړۍ
له دې امله چې صنایع په خپلو کې سره تړلې دي، نو د دې بندیزونو منفي اغېزې هم متداومې او د وړاندوینې وړ دي. د بېلګې په توګه سينګارتونونو په بندېدو سره د سينګار محصولاتو بازار هم سړېږي او د دې محصولاتو خاوندان مجبورېږي چې خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. دغه بېکاره شوي اشخاص خپل لګښتونه راکموي هغه محصولات او خدمات چې مخکې دوي استفاده کول اوس ورڅخه ګټه نه اخلي او په دې توګه نور کاروبارونه هم اغېزمنېږي دا اغېزې که چېرته د نوې تقاضا د ایجاد په نسبت کمې وي د اقتصادي زوال ناوړه سایکل پیلوي. چې په نتیجه کې یي بېکاري زیاتېږي، پانګونه کموالی مومي، اقتصادي وده منفی حالت غوره کوي، د خلکو د پېر توان (Purchasing Power) کمیږي چې دا سيستماتيک تغیرات په یو کامل اقتصادي رکود پای ته رسېږي.
له اقتصادي رکود څخه د یو هېواد وتل ستونزمن کار دی، د طالبانو فعلي ظرفیت او بصيرت ته په کتلو داسې بریښي چې هېڅکله به په دې ونه توانېږي چې هېواد د اقتصادي ودې او انکشاف په مسیر برابر کړي. د دوی دا ډول بنديزونو ځنځيروي عواقب لري لازمه ده د هر سیاست له احمال مخکې یې یو ځل د عواقبو په اړه فکر وکړي. خلکو ته هم بویه چې د طالبانو په تشو وعدو او ایډیالوژیکو اصلاحاتو له سره فکر وکړي او بي ځایه خوښي ورته ونه ښي. دا نړۍ د علیت د قانون په اساس کار کوي او هر سیاست پېښه او کړنه په یو نه یو شکل د نورو انسانانو ژوند متاثره کوي. نن چې افغانستان کې لوږه، فقر، غربت، بېکاري، ټولنیز انزجار او ناخوښي تر بل هر وخت زیاته شوې او سلګونه زره ماشومان د سوي تغذي له وجې د مرګ په زانګو کې پراته دي دا ټول د سیستماتیکو خطاګانو او غیر سنجیده سیاستونو عواقب دي او هر څومره ډېر چې د دې تحریمونو لمن پراخېږي یا د زیات وخت لپاره دوام کوي د خلکو په ژوند او رفاه لا ډېره ناوړه اغېزه کوي.