۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو د دوحې درېیمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوې وینا کې ویلي چې له طالبانو سره به تعامل دوام وکړي او هیله یې وښوده چې دا ناسته به په افغانستان کې د یوې پرانېستې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې ګټوره وي.
نوموړې دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه ماښام مهال خبریالانو ته وویل، هیله لري چې په غونډه کې د ځانګړو استازو ګډون او له طالبانو سره شوی تعامل به په افغانستان کې د حکومتولۍ او مدني ټولنې د ونډې په برخه کې د یوې پرانېستې او ټولګډونې ټولنې د رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې دا ناسته اغېزناکه بللې او ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره به دا ډول تعامل دوام مومي.
نوموړې زیاته کړې: «ملګري ملتونه به د افغان ښځو، مدني ټولنې او لږکیو په تړاو خپله ونډه هېڅکله هم کمه نه کړي.»
مېرمن ډيکارلو یادونه کړې چې په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او په وینا یې، هیله لري چې ډېر ژر دغو غوښتنو ته پام وشي.
نوموړې له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو راګرځول د افغانستان د پرمختګ په لار کې یو خنډ بللی دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د دوحې دوه ورځنۍ درېیمه ناسته نن ماښام پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې د طالبانو پام وړ موضوعاتو باندې خبرې اترې شوې دي او په اجنډا کې یې د بشري حقونو، ټولګډونې حکومت جوړول او ځینې نور مسایل نه و.