د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د ښځو، مدني او بشري حقونو بنسټونو او د طالبانو د سیاسي مخالفانو له نیوکو سره سره، د ښځو له ګډون پرته پای ته ورسېده. په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو او پنځو نړیوالو سازمانو له طالب پلاوي سره د خصوصي سکټور، بانکولۍ او له مخدره توکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې چې د دې ناستې مشري یې کوله، هغه یې «مثبته» بللې او ویلي دي چې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر زدهکړو لګول شوي بندیزونه ختم کړي. طالب پلاوي دا ناسته «ګټوره او رغنده» بللې او له ګډونوالو سره یې له مخدره توکو سره د مبارزې خپل تبلیغاتي پروګرام شریک کړ. اخوا، ځينو ښځو او د مدني او بشري حقونو فعالانو بیا له دغې ناستې د ښځو ایستل د بشري حقونو له نړیوال منشور سره په ټکر کې بللی او احتجاجونه یې وکړل. ځينو ښځو بیا د ملګرو ملتونو دا ډول چلن «طالباني» یاد کړی او ویلي دي چې دغه سازمان د ښځو غږ «خاموش» کړ.
د دوحې دوه ورځنۍ ناسته چې د ملګرو ملتونو د مرستیالې په کوربتوب جوړه شوې وه، پرون پای ته ورسېده. په دې ناسته کې ګډون کوونکو پر اقتصادي، له مخدره توکو سره مبارزې، په افغانستان کې مالي او بانکولۍ، له متشبثو ښځو د ملاتړ او خصوصي سکټور خبرې اترې وکړې.
د دوحې درېیمې ناستې د پای په وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخې مرستیالې روزمري ډیکارلو له طالبانو سره پر تعامل ټينګار وکړ. نوموړې هیله ښودلې چې د دې ناستې پاېلې به په افغانستان کې د یوې پرانېستې ټولنې رامنځته کولو لپاره ګټوره وي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه ماښام مهال خبریالانو ته وویل، هیله لري چې په غونډه کې د ځانګړو استازو ګډون او له طالبانو سره شوی تعامل به په افغانستان کې د حکومتولۍ او مدني ټولنې د ونډې په برخه کې د یوې پرانېستې او ټولګډونې ټولنې د رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.
ډیکارلو د افغان مدني ټولنې او ښځو اندېښنو په تړاو ویلي چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د ښځو، مدني ټولنې او لږکیو په اړه خپله ونډه کمه نه کړي. نوموړې ويلي چې د غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه ختم کړي. هغې له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو راګرځول د افغانستان د پرمختګ په لار کې یو خنډ بللی دی.
د ملګرو ملتونو مرستیالې ادعا کړې چې د دوحې ناسته د طالبانو د رسمیت پېژندلو یا د اړیکو د عادي کولو په مانا نه ده. نوموړې ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو پالیسي دا ده چې په وینا یې، خلک د پرېکړو په محور کې وي او ښځې هم افغانانې دي. دغه راز، هغې زیاته کړې چې په دې ناسته کې پر دوو کاري ډلو چې یوه یې په خصوصي برخه او بله یې د خشخاشو په له منځه وړلو ده، په جوړولو هوکړه شوې ده.
مېرمن ډيکارلو ویلي چې په دې ناسته کې د پراخ بنسټه حکومت پر اړتیا او د لږکیو حقوقو ته پر درناوي هم خبرې شوې دي. نوموړې ادعا کړې چې د نجونو زدهکړې د نړۍ لومړۍ درجه غوښتنه ده او له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تعامل به ګام په ګام وي.
ورته مهال، د افغانستان ازادۍ جبهې په نوم ټلوالې د دوحې درېیمې ناستې په غبرګون کې د دغې غونډې اجنډا انتخابي او د طالبانو راضي کولو په مانا بللې ده. دغې ټلوالې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې بشري کړکېچ، د ښځو حقونه، اورپکي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۷۲۱ پرېکړهلیک کې یې یادونه شوې، د دوحې درېیمې غونډې په اجنډا کې نه و. یادې ټلوالې د دملګرو ملتونو دا چلن د دغه سازمان د منشور خلاف بللی او زیاته کړې ده چې دا چاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
د طالبانو ویاند او د دوحې په درېیمه غونډه کې د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرقیزستان، ترکمنستان او امریکا استازو له دریځ څخه د مننې ترڅنګ دا ناسته «ښه» بللې ده. نوموړي د دې ناستې له ګډونوالو غوښتي چې ټول تحریمونه او پر خصوصي برخې لګول شوي محدودیتونه لري او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ راګرځولو ته پام وکړي.
نوموړي ادعا کړې: «د مخدره توکو کښت او قاچاق چې نړۍ یې تر اغېز لاندې ده، منع کړی مو دی.» نوموړي غوښتنه کړې چې له کروندګرو سره د بدیل کښت په برخه کې دې مرستې وشي.
مجاهد ادعا کړې چې په سیمه کې «زموږ د بهرنۍ پالیسۍ اساسي بنسټ اقتصاد محوره» دی. نوموړي زیاته کړې، هغه اړیکې چې د سیمې له هېوادونو سره رامنځته شوي ښيي چې په وینا یې، طالبان د دغو اړیکو ټينګولو او ساتلو «وړتیا او ژمنتیا» لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا بهرنیو چارو وزارت د دوحې له درېیمې ناستې د ښځو، مدني فعالانو، قومونو او لږکیو استازو لرې کول خواشینوونکې بللې ده. نوموړي وزارت ویلي چې د دوحې له ناستې وړاندې یې د مدني ټولنې او بشري حقونو له مدافعانو سره سلامشورې کړې وې څو په خبره یې، په دوحې ناسته کې یې وړاندې کړي.
د افغانستان لپاره د کاناډا استازي ډیوید اسپرول چې د دوحې په ناسته کې برخه اخیستې وه، په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دا خبره یې په ښکاره د هېوادونو له استازو سره شریکه کړې ده.
د دغې ناستې له ترسراوي شاوخوا د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې معترضو ښځو، مدني او د ښځو حقونو فعالانو احتجاجونه وکړل او له هېوادونو یې غوښتنه کوله چې دا ناسته تحریم کړي.
ځينو هېوادوالو په کاناډا، جرمني، فرانسې، هالند، پاکستان، ایران او د نړۍ په ځينو نورو ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له طالبانو سره د ملګرو ملتونو پر اوسني چلن نیوکه کړې ده.
اخوا، ځينو معترضو مېرمنو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو دریځ «طالباني» و. هغوی ویلي چې دغه سازمان د بشري حقونو له منشور سره په ټکر کې چلن کړی دی. د دغو ښځو په وینا، د افغان ښځو، سیاسي، مدني او بشري حقونو د غوښتنو په پوره کولو کې د ملګرو ملتونو پاتې راتللو يې یاد سازمان غږونه «خاموش» کړي دي.
دا معترضې مېرمنې وايي، که ملګري ملتونه د بشري حقونو ارزښتونو ته پام نه کوي او د طالبانو د پالیسۍ په څېر مخته لاړ شي په وینا یې، د دوی کړنې به هم طالباني وي.