د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هسپانیې له لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د اسراییل د کړنو پر وړاندې د دغه هېواد له دریځه ستاینه کوي.
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې اردوغان پنجشنبه د جون پر ۱۲مه هسپانیې ته رسېدلی او د دغه هېواد له لومړي وزیر پېدرو سانچز سره یې لیدلي دي.
اردوغان په مادرید کې د ترکیې او هسپانیې اتم اقتصادي فورم کې د وینا پر مهال، په غزه کې د فلسطینیانو وژنې ته په اشارې ویلي چې د اسراییلو د کړنو پر وړاندې د هسپانیې له دریځه ستاینه کوي.
نوموړي د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره سره پر غزې تړانګې د اسراییلو بریدونو دوام ته په اشارې وویل: «موږ په غزه کې له خپلسرو اقداماتو سره مخ یو. اسراییل خلک وژني او په دې بڼه د اوربند غوښتنې ته ځواب ورکوي. دا هېڅ باوجدانه دولت ته د منلو نه ده چې دا ډول وضعیت دې وزغمي.»
د اردوغان په وینا، هسپانیې په دې تړاو یو «اصولي او معقوله پالیسي» غوره کړې ده.
بل پلو، د هسپانیې لومړي وزیر پېدرو سانچز ویلي چې ترکیه د دغه هېواد یو ښه اقتصادي ملګری او په سیمه کې مهم لوبغاړی دی.
نوموړي یادونه کړې چې هسپانیه او ترکیه دوه هغه هېوادونه ده چې په وینا یې، په هره برخه کې ښې اړیکې لري.
د هسپانیې او ترکیې ترمنځ اتم اقتصادي فورم نن د دغه هېواد په پلازمینې مادرید کې د شاوخوا ۱۵۰ ترکي سوداګرو په ګډون پېل شو.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هسپانیې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند.