په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې طالبانو د ښځو د سیستماتیک جنسیتی تجرید او له بشري حقونو د دوي په بې برخې کولو سره، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ په تر ټولو بد ځای بدل کړی دی.
فایق چهارشنبې د لړم په یوولسمه، د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو په شورا کې د خپلې وینا متن پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي: «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.»
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې په بد بشري وضعیت کې د صحرايي عدامونو، خپلسرو نیونو، جبري کډه کولو، ډله ییزو سزا کولو، د سوله ییزو اعتراضونو په وړاندې د تاوتریخوالي کولو، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي، د پخوانیو امنیتي ځواکونو په وړاندې د تاوتریخوالي، غچ اخیستنو، د نادولتي ادارو پر دفترونو د برید او د ښځو، ماشومانو او قومي لږکیو په وړاندې د ناوړه چلند په شان کړنې شاملې دي.
د فایق په وینا کې راغلي چې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې د مخنیوي لپاره، د یوناما او د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي څارونکی رول او راپور ورکولو بهیر باید پیاوړی شي.
فایق زیاته کړې چې افغانستان یوازې د قانون د واکمنۍ، عدالت او خلکو د ارادې پربنسټ ټولګډونه او ځواب ویونکي دولت له لارې عدالت، سولې او امنیت ته رسېدای شي.
نصیر احمد فایق د روان کال په تلې میاشت کې هم په ملګروملتونو سازمان کې د وینا پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ» بللی و.