۸صبح، کابل: امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د هغو دیارلسو امریکایي پوځیانو کورنۍ چې د اګسټ پر ۲۶ د کابل په هوايي ډګر کې د بمي برید امله وژل شوي، د دغه هېواد د دفاع وزارت د څېړنو پایلې د پوښتنې وړ بولي.
پنټاګون د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د کابل هوايي ډګر دروازې ته نږدې په هغه ځای کې چې امریکايي پوځیانو د افغان وګړو د ایستلو هڅې کولې، بمي برید د مخنیوي وړ نه و. خو د دغو قربانیانو کورنۍ ټینګار لري، چې د دې پېښې د ارزونو په اړه شک لري.
د شل کلن امریکايي پوځي کریم نیکويي چې په دې برید کې ووژل شو، مور شانا چاپل واشنګټن پوسټ ته ویلي: «ټول سمندري ځواکونه چې هلته وو، تاسو ته به ووايي، چې د وېرې احساس یې کړی دی.»
هغې زیاته کړې، چې دا پوځیان په غیردفاعي حالت کې وو. چاپل همداراز په دې اړه چې ځاني تلفات د یوه ځانمرګي برید له امله و، د پنټاګون د څېړنو له پایلو سره یې مخالفت کړی دی.
د هغې په اند، د پوځ غړي له چاودنې وروسته د سپکو وسلو له ډزو سره مخ شوي دي.
ځینو لوېدیځو رسنیو د امریکا د سمندري ځواکونو له قوله ویلي، چې له چاودنې وروسته، پر دوی ډزې شوې دي.
له بلې خوا، د قربانیانو دغو کورنیو ټینګار کړی، له داسې یوه سرتېري سره یې خبرې کړې، چې پر هغه هم د وګړو د ایستلو په بهیر کې ډزې شوې دي. نوموړي ویلي: «ما پخپله له یوه هلک سره خبرې کړې، هغه خپل ټپ ما ته وښوده او ویې ویل، چې ډزې پرې شوې دي.»
په ورته وخت کې د کابل د هوايي ډګر د قربانیانو کورنۍ یوه بل غړي ویلي، چې د پنټاګون په راپور کې ضد و نقیضې خبرې شوې دي. هغه د امریکا له دفاع وزارت څخه غوښتي، ځینې فلزي ټوټې چې د هغه د زوی په بدن کې موندل شوې، په خصوصي توګه وارزوي.
له بلې خوا واشنګټن پوسټ په دغه راپور کې د سمندري ځواکونو د یوه پوځي سي جي داګلاس له قوله لیکلي، چې په هغه برید کې د ډزو له امله د کوم امریکایي یا افغان وګړي د وژل کېدو یا ټپي کېدو په اړه هېڅ سند نشته.
د ویلو ده چې داعش ډلې د اګسټ پر ۲۶ د کابل د هوايي ډګر دروازې ته نږدې دوه ځانمرګي بریدونه وکړل. په هغه برید کې د دیارلسو امریکايي پوځیانو په ګډون ۲۰۰ تنه ووژل شول. دا برید له سیاسي بدلونونو وروسته، په افغانستان کې تر ټولو مرګونی برید وبلل شو.