ننګرهار ولايت د کبانو د ۲۰۰ فارمونو په لرلو سره هر کال ۵۴ ټنه د کبانو غوښه توليدوي.
د ننګرهار سيمه ييزو چارواکو په وينا، په دغه ولايت کې د کبانو شاوخوا ۲۰۰ فارمونه موجود دي چې هر کال ۵۴ ټنه د کبانو غوښه توليدوي او بازار ته يې وړاندې کوي، خو بيا هم د ننګرهاريانو اړتيا نه پوره کوي.
د ننګرهار د کرنې رياست مسؤلين وايي چې په دغه ولايت د کبانو د غوښې تقاضا لوړه ده او په وينا يې د کبانو شاوخوا ۹۰ زره ټنه غوښې ته اړتيا ليدل کېږي.
د دغه ولايت د کرنې رياست په وينا د دې لپاره چې ننګرهار د کبانو غوښې په برخه کې ځان بسياينې ته ورسېږي، اړتيا ده چې د کبانو د فارمونو شمېر زیات او د نويو فارمونو د جوړولو لپاره زمينه برابره شي.
د دوی په وينا، ننګرهار د کبانو غوښې د موسم پرمهال هره ورځ ۲۶ ټنه او په عادي ورځو کې ۸.۶ ټنه د کبانو د غوښې واردات لري.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ننګرهار کې څلور سوه تنه د کبانو د روزنې په برخه کې په کار بوخت دي، خو که د دې برخې د ځان بسياينې لپاره کار وشي؛ نو د ۳۱ زره وګړو لپاره به د کار زمينه برابره شي.
په ننګرهار کې د کابل او کونړ سيندونو، مناسبې هوا او د وګړو لېوالتيا د کبانو غوښې مارکېټ ته زمينه برابره کړې ده.
د کبانو د روزنې د مسوولینو په وينا، که اړوند بنسټونه په دې برخه کې شته ستونزو ته پاملرنه وکړي؛ دغه برخه به په دې ولايت کې لا ډېره وده وکړي.