د راپورونو په حواله، د ایران په سیستان او بلوچستان کې له وسلهوالو سره په نښته کې د دغه هېواد پنځه پولیس وژل شوي دي.
د اېرنا خبري اژانس د راپور په حواله، د سیستان او بلوچستان د والي امنیتي مرستیال عليرضا مرحمتي سهشنبه د اپریل پر ۹مه ویلي چې دا پوځيان د ماموریت ترسراوي پر مهال له وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په پېښه کې د پنځو پوځيانو د وژل کېدو سربېره یو پولیس ټپي شوی هم دی.
نوموړي زیاته کړې: «جیشالظلم ترهګره ډله هر هغه پېښه چې د اشرارو او د نظم او امنیت اخلال کوونکو له خوا کېږي، د ځان ښودنې لپاره یې په خپل نوم ثبتوي.»
ورته مهال، نوموړي یادونه کړې چې په پېښه کې د تورنو کسانو د موندلو په موخه عملیات دوام لري.
په دې پېښه کې محسن کمالي دوست، اسماعیل بزیالله ري، کاظم ملايي، حسین سردشتي بېرجندي او بهزاد باراني وژل شوي دي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ایران د سیستان او بلوچستان په «راسک» کې د پولیسو په اډه او په چابهار کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر مرکز د وسلهوالې نښتې په پاېله کې ۱۸ بریدګر او ۱۰ ایراني پوځيان وژل شوي و.
د دې پېښې پړه جیشالعدل ډلې منلې وه.