۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې پنجشنبه د زمري پر ۲۷ وایي، چې د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې سېلابونو یو ځوان مړ کړی او ۳۰ استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم د پکتیکا څلور ولسوالۍ او مرکز د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهد وو، چې له امله یې د دغه ولایت د مرکز او څو نورو ولسوالیو لارې لا تړلې پاتې دي.