طالبانو له عام ډګره د ښځو له محرومولو وروسته، د هغوی د نیولو او باج اخیستنې لړۍ پېل کړې ده. دوی له تېرو دوو اوونیو راهیسې لسګونه ښځې او نجونې په کابل، غزني او بامیان کې نیولي او بندیانې کړې یې دي. بامیان کې سرچینې وايي، لږ ترلږه پنځه مېرمنې چې تېره اوونۍ د طالبانو له لوري نیول شوې دي، تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته. د دغو سرچینو په خبره، طالبانو د بامیان په مرکز کې له ۲۰ ډېرې نجونې او هلکان له یوه ښوونیز مرکز څخه هم بیولي دي. سرچینې مني چې د دغه راپور تر خپرېدو پورې، د هغوی د خوشې کېدو خبر نه دی خپور شوی.
طالبانو له کابل وروسته د دوی له نظره د حجاب نه مراعاتولو په تور د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ د ځينو نورو ولایتونو په ګډون په بامیان کې هم پېل کړې ده. ځايي سرچینې وايي چې څلور ورځې وړاندې استخباراتي ځواکونو او د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت محتسبانو د بامیان په مرکز کې له ۲۰ ډېرې نجونې او هلکان د کاج په نوم له یوه ښوونیز مرکزه بیولي دي. تر اوسه د هغوی د خوشې کېدو په اړه معلومات نه شته.
یو عیني شاهد وايي چې طالبان شاوخوا ۹:۰۰ بجې کاج ښوونیز مرکز ته ننوتل او یو شمېر نجونې یې د دوی له نظره د حجاب نه په پام کې نیولو او ځينې هلکان یې د غربي سټایل د جوړولو په تور له ځان سره بیولي دي. دا سرچینه وايي چې طالبانو د بامیان د بازار وروستۍ برخه کې چې هلته تر ډېره خصوصي ښوونیز مرکزونه دي، پوسته جوړه کړې او نجونې او هلکان په بېلابېلو پلمو په موټرو کې سپروي او له ځان سره یې بیايي.
پر دې سربېره، عیني شاهدان د دغه ښار په مرکز د «تایتانیک کوڅه» کې د یو شمېر نجونو او ښځو د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی. د هغوی په خبره، استخباراتي ځواکونه او د امر بالمعروف محتسبان له بېلابېلو برخو ښځې نیسي او له ځان سره یې بیايي.
د بامیان ښار یو اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د دوشنبې په ورځ [تېره اوونۍ] طالب ځواکونو د بامیان ښار پر ځينو سیمو راغلل او د تایتانیک کوڅې په نوم چې هلته ډېرې نجونې او ښځې دي، ځينې نجونې یې په زور موټر ته پورته کړې او له ځان سره یې یوړې.» د بامیان دا اوسېدونکی وايي چې د تېرې اوونۍ پر مهال، د سیمې ځينې اوسېدونکي د نجونو او ښځو د نیونې مخنیوی وکړ. د هغه په خبره، کله چې طالب ځواکونو غوښتل نجونې په زور موټر ته پورته کړي، د سیمې اوسېدونکو یې مخه ونیوله. نوموړي زیاته کړه: «په ځينو برخو کې خلک نه شي کولای ډېره لاسوهنه وکړي؛ ځکه هغوی وسلې لري او کولای شي پر ټولو ډزې وکړي.»
ورته مهال یوه سیمهییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویلي، پنځه ورځې وړاندې یوه نجلۍ چې د بامیان د مرکز د ریګشاد د کلي اوسېدونکې ده، غوښتل یې ښوونیز مرکز ته لاړه شي چې د لارې په اوږدو کې یې طالبان نیسي او تر اوسه یې برخلیک روښانه نه دی.
ورته مهال سرچینې مني چې د تېرې اوونۍ پر مهال نږدې څلور نجونې د بامیان په مرکز کې نیول شوې دي او لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.
بامیان کې سرچینې وايي چې په تېرو څو ورځو کې په ښار کې د نجونو او ښځو حضور پیکه شوی دی. د سرچینو په خبره، هغوی له طالبانو د وېرې او نیونې له کبله په کورونو ناستې دي. دا سرچینې زیاتوي چې د ښځو د نیول کېدو او جبري ورکېدو له کبله په ښوونیزو مرکزونو کې هم د نجونو شمېر کم شوی دی. پر دې سربېره طالبان ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو د تګ راتګ مخه نیولې ده.
تر اوسه په بامیان کې طالبانو د نجونو د نیول کېدو او د هغوی د جبري ورکېدو په اړه څه ویلي نه دي.
ورته مهال ورځپاڼه لیکونکي میرویس افغان په خپله ایکسپاڼه کې د یو انځور په خپرولو چې پکې ښکاري یوه ښځه شکنجه کېږي، لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست څخه یې داسې انځورونه او شواهد ترلاسه کړي چې له «اسلام، انسانیت او افغانیت» سره په ټکر کې دي. افغان ادعا کړې چې د استخباراتو د «۰۱۵ ریاست» چارواکو په کابل کې پر ځينو نیول شویو نجونو جنسي تېری کړی دی. د نوموړي د ادعا له مخې، کومې نجونې چې مقاومت کوي وهل ډبول کېږي.