له پاکستانه د سپين بولدک له لارې کندهار ته تازه راستانه شوي کډوال وايي پاکستانۍ پوليسو تش لاس له دغه هېواده ایستلي؛ خو افغانستان کې هم ورسره مرسته نه ده شوې.
دغه افغان کډوال وايي، اوس چې د ژمي يخ پړاو ته دننه شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
محمدسليم د خپلې ۹ کسيزي کورنۍ سره کندهار ښار کې اوسيږي، دی وايي چې نه خوراکي توکي او نه هم د ځان ګرمولو لپاره د سون توکي او ګرمي جامي لري.
هغه وايي ۱۰ کاله يې د پاکستان په پښين کې تېر کړل خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري په داسي حال کې افغانستان ته شړل شوي چې هستي ټوله هستي او نیستي یې هلته پاته شوې ده.
نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «موږ ته يې وويل چې نه به په کورونو کار لرئ نه به په مال، ځيني مالونه مو وپيرل کور مو ورپاتې شو نور شان مو هم ورپاته شول، هغه مرستې چې دلته په افغانستان کې راسره شوي، ټولې په کرايو کې رانه لاړې او مرستو ته اړتيا لرو هيڅ شي نه لرو، ژمی دی ولاکه د خوراک لپاره لا په کور څه شی وي.»
له پاکستانه د سپين بولدک له لارې کندهار ولايت ته راستانه شوي نور کډوال هم د خپلو شته ستونزو څخه په شکايت دي او ادعا کوي چې تراوسه پوري يې هيچا لاس نیوی نه دی کړي.
مسوري بل هغه پاکستانۍ کډوال دی چې دامهال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې اوسيږي، وايي چې له پاکستان څخه تر شړل کيدو وروسته پر پوله ورسره تر ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوي ده او په خبره يې چې يادي ټولې پیسې يې په کرايو کې بیرته مصرف شوي دی.
هغه د طالبانو د حکومت او نړۍوالو بنسټونو هغه ادعاوې هم وننګولې چې ګواګې افغانستان ته د راغلو کډوالو سره مرستې شوې دي.
نوموړی وايي، د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سره په داسې حال کې اوسيږي چې نه د خوراک او نه هم د ځانونو د ګرمولو لپاره څه لري.
هغه له نړۍوالو مرسته کوونکو بنسټونو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې مرستې وکړي.
نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«په پاکستان کې ډېر ظلمونه راسره شوي، دلته چې افغانستان راغلو په سرحد يې مرستې راسره وکړې خو هغه خلاصي شوې، هېڅ شي نه دی پاتې.
په همدې حال کې کندهار ته راکډه شوی يو ۲۷ کلن محمدحنيف وايي، يوه مياشت وړاندې کندهار ته له پاکستان هېواده راکډه شوي دی؛ خو وايي چې په دې کې يوازي ۱۰ ورځې ورځ مزدوري پیدا کړې ده او په خبره يې چې له ډېرو هڅو سره سره ورته د کار زمينه نه برابرېږي.
د نوموړي په وينا، که ورسره مرستې ونه شي وېره لري چې په روان ژمي کې به د خپلو کورنيو د غړو ساتنه او پالنه په څه ډول وکړي.
هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:« کار نه پیدا کېږي، هېڅ خواري نشته دلته اوس ۱۰ کسان په کور کې يو په اوونۍ کې دوې ورځې درې ورځې کار پیدا کېږي، دومره په پيسو به نو سړی څنګه د کور ساتنه وکړي، ډېر په ستونزو کې يو.»
په کندهار کې د طالبانو د ځايي مسوولانو د معلوماتو له مخې، تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته د سپين بولدک له لارې تر نږدې ۷۵ زره زيات افغان کډوال راستانه شوي چې دوی ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر خپلې ايکس پاڼې ليکلي و چې تر دې دمه له پاکستانه تر ۸۰۰ زرو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.