۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اوو ولایتونو کې د واورو او د تالاندې سره مل د سختو ورښتونو د اوریدو په هکله خبر ورکړی.
د طالبانو تر مديريت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د يکشنبې په ورځ د (وري ۲۰)، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اټکل کړی چې د دوشنبې په ورځ (وري ۲۱)، به د پروان، پنجشېر، بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، نورستان او سالنګونو په ګډون به په یادو ولايتونو کې واوره او سخت باران وشي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې او د واورې اندازه له ١٠ تر ٣٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې واورې، باران او سېلابونو په هېواد کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.