ټاکل شوې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په دوه ورځني سفر پاکستان ته لاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي عربستان پلاوی به دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه اسلاماباد ته دننه شي.
د بیان پر بنسټ، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ «مثبته انګېزې» رامنځته کول دي ترڅو یو خوا د اسلاماباد او ریاض ترمنځ دوه اړخیړې همکارۍ پیاوړې شي او او بلخوا پاکستان او سعودي عربستان په اقتصادي ډګر کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
د سعودي عربستان د پلاوي دغه سفر یوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ریاض ته د خپل سفر په ترڅ کې له محمد بن سلمان سره پر بېلابېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې وې.
بن سلمان او شریف له دې لیدنې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې په پاکستان کې د سعودي عربستان د پنځه میلیارډه ډالرو پانګونې د لومړۍ برخې پر چټکتیا ټینګار شوی و.