۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې څلور کسان مړه شوي دي.
دا پېښه پنجشنبه د غبرګولي پر ۱۷مه د خوږیاڼي ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي په خبره، پېښه د سراچې او باروړونکي موټرو د ټکر په پایله کې شوې چې له کبله يې درې کسان ټپيان شوي هم دي.
د دغې پېښې د ټپيانو روغتيايي وضعیت چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي د اندېښنې وړ ښودل بلل شوی دی.
له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته ترافیکي پېښو له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.