۸صبح، کابل: د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د تیرې شپې د برید پړه پر غاړه واخیسته.
دې جبهې یوه خبرپاڼه خپره او ادعا یې کړې چې شنبه د وري پر ۲۵مه د شپې شاوخوا ۸:۰۰ بجې یې د کابل ښار کارته نو اړوند «سرک نو» سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر اکمالاتي کاروان برید کړی دی.
د یادې جبهې د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه بريد کې دوه وسلهوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د ازادۍ جبهې په خبره، په دغه برید کې د طالبانو یو «رینجر» هم له منځه تللی دی.
طالبانو تراوسه د دغې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.
دا په تېرو دوو ورځو او شپو کې د افغانستان د ازادۍ جبهې له لوري دویم برید دی چې په کابل ښار کې کېږي.
هېره دې نه وي جې دغې جبهې تېره شپه هم د کابل په پُل ارتن سیمه کې د طالبانو پر ګزمې د برید پړه منلې او ادعا یې کړې چې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.