په پاکستان کې له وروستي برید او د دغه هېواد د پوځ له غبرګون وروسته طالبانو خپلو پوځیانو ته خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې له جګړې ډډه وکړي. د دې ډلې دفاع وزیر په یوې وینا کې د طالبانو غړو ته ویلي چې د جهاد د دوام د منعې په اړه دې د ملا هبت الله امر عملي کړي. نوموړي که څه هم د طالبانو د مشر د دغه امر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو په دې لړ کې رسنیو رپوټ ورکړ، چې دغه امر په پاکستان کې د جګړې د بندېدو په موخه صادر شوی دی. په ورته وخت کې د پاکستان حکومت د دغه امر د اعلانېدو غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې د طالبانو په وینا دوی د خپل مشر امر له خپلو غړو سره شریک کړی دی. د پاکستان پوځ په وروستۍ مورد کې طالبان د ټي ټي پي په کوربتوب او ملاتړ تورن کړن او ویې ویل چې که په پاکستان کې بریدونه دوام وکړي، دغه هېواد به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جغرافیه کې د پاکستاني جنګیالیو د ځپلو لپاره اقدام وکړي. د یادونې وړ ده، چې ايران هم د طالبانو له اوسني وضعيت راضي نه دى او په وروستيو ورځو کې د دغه هېواد رسنيو په داسې حال کې چې طالبان يې ترهګر بللي، له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د دغه هېواد په تګلاره کې د بدلون غوښتنه کړې ده. تر دې مخکې یو شمېر رسنیزو فعالانو د طالبانو، پاکستان او ایران دریځونه د رسنیو تبلیغات او د ذهنیتونو د اړولو د هڅو یوه برخه بللې وه.
په پاکستان کې پر پوځي او ملکي مرکزونو د پاکستان د طالبانو تحریک د غړو بریدونه د دغه هېواد له سخت غبرګون سره مخ شول. د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو د طالبانو ډله تورنه کړه چې په دغه هیواد کې یې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) غړو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي دي. په وروستي مورد کې د هغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال منیر عاصم طالبانو تورن کړل چې په افغانستان کې یې ټي ټي پي ته پناه ورکړې ده. د هغه په وینا، پاکستاني طالبان د افغانستان له جغرافیې د پاکستان امنیت ته زیان رسوي. د پاکستان دغه جګپوړي امنيتي چارواکي د خيبر پښتونخوا د قومي جرګې په غونډه کې زياته کړه چې د دغه هېواد د وګړو د ساتنې او د هغو شبکو د له منځه وړلو لپاره به چې د پاکستان په باور ترهګرې دي، په افغانستان کې خپلو دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
د پاکستاني چارواکو له دغو سختو څرګندونو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په پاکستان کې د دغې ډلې د جنګیالیو د حضور په تړاو په غیر مستقیم ډول د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله اخندزاده فرمان رسنیزکړی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د هغه یوه غږیزه وینا خپره کړه چې د دغې ډلې جنګیالیو ته د طالبانو د مشر د امر ښودنه کوي. په دې وینا کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي وایي چې ملاهبت الله د جهاد د پای ته رسېدو امر صادر کړی دی. هغه ټینګار کوي چې د ملاهبت الله د امر اطاعت د طالبانو پر غړو فرض دی. ملا یعقوب په دې وینا کې وايي: «اوس چې امیر امر کړی، اطاعت یې فرض دی. که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره لاړ شي د هغه جهاد جهاد نه دی. كه امير مجاهدين له جګړې منعه كړي او هغوی بيا هم جګړې ته ولاړ شي، د دې جګړې نوم جګړه ده، نه جهاد.»
د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست تر خبرو وروسته، امریکا غږ د ملاهبت الله اخندزاده د هغه فرمان جزیات خپاره کړل چې په پاکستان کې یې جګړه د دغې ډلې د غړو لپاره «حرامه» بللې ده. د دغه رپوټ له مخې د طالبانو د مشر امر پاکستاني چارواکو ته لېږل شوی چې وښيي نورو هېوادونو ته د دغې ډلې له خوا ګواښ نشته. د راپور له مخې، د طالبانو د مشر دغه امر د دې ډلې د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو امیرخان متقي او سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره شریک کړی دی. د دغه راپور له مخې، طالبانو د پاکستان ځانګړي استازي ته ویلي، چې د دوی د مشر دغه امر د دې ډلې غړي مقید کوي او له افغانستانه به هېڅوک پر پاکستان د برید حق ونه لري.
خو پاکستان له طالبانو ډلې غوښتي دي چې په دغه هیواد کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوی لپاره دغه امر اعلان کړي. د اسلام اباد په وینا د دغه فرمان په ابلاغېدو سره به د هغو فعالیتونو مخه ونیول شي چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي. د پاکستان د غوښتنې په ځواب کې طالبانو ویلي چې دا موضوع یې له خپلو امنیتي ځواکونو او جنګیالیو سره شریکه کړې ده.
له دغو اقداماتو سره هممهاله، د پاکستان پوځ او د دغه هېواد سیاسی چارواکو لږ تر لږه په رسنیو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د بریدونو د دوام خبرداری ورکړی دی. هغوی ویلي دي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په خاوره کې به د خپل هیواد د دښمنانو د له منځه وړلو په موخه پوځي عملیات وکړي. دغه لفظي ترینګلتیاوې هغه مهال زیاتې شوې چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د پلویانو په یوه غونډه کې یوه زوروره چاودنه وشوه. د راپورونو له مخې په دغه برید کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو له جدي ملاتړو ګڼل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، طالبان باید د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د دغه هېواد امنیت ګواښي. هغه ټینګار کړی چې که په افغانستان کې طالبان د دغو ډلو پر وړاندې کوم پلان ونه لری، پاکستان به د نړۍوالو قوانینو له مخې له ځانه دفاع وکړی. دغه څرګندونې په تېرو څو اوونيو کې په پاکستاني رسنيو کې د دغه هېواد د چارواکو له خوا په پراخه کچه منعکسې شوې دي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې دغه هېواد تر دې مخکې هم پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي.
له پاکستان سره هم مهاله، د ایران اسلامي جمهوریت چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو ملاتړی دی، په افغانستان کې د دغې ډلې له چلنده ناراضه ښکاري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالله په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد د دیپلوماتانو د وژل کېدو د پينځه ویشتم تلین په مناسبت د لومړي ځل لپاره طالبان په جنایت تورن کړل. هغه د یوه ټوېټ په خپرولو سره لیکلي: «د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه طالبانو په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او یو جنایت یې ترسره کړ!»
په دې ورځ ځینو ایراني رسنیو د طالبانو پر ضد توند غبرګونونه لرل. دغو رسنیو له طالبانو سره د تعامل په تګلاره کې تهران ناکام بللی دی. د دوی په وینا د طالبانو د سپینولو د تګلارې دوام د ایران په ګټه نه دی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي چې طالبانو ته له امتیاز ورکولو ډډه وکړي. د جمهوري اسلامي نومې ورځپاڼې د «طالبان له تطهیره د امریکايي تر غلامۍ پورې » په نوم د یوې مقالې په خپرولو سره لیکلي چې پر طالبانو باور کول او د سپینولو تګلارې ته مخه کول د ایران په ګټه نه دي. د دې ورځپاڼې په وینا ایراني چارواکو په سیمه کې د پېښو او په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په څېړنه کې لویه تېروتنه کړې ده. دغې رسنۍ ټینګار کړی، چې طالبانو ته د ایران له امتیاز ورکولو سره سره، دغې ډلې له دغه هېواد سره خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې. جمهوري اسلامي ورځپاڼې طالبان یوه ترهګره ډله بللې او د هغوی د دوو کلونو د کړنو په اړه یې لیکلي: «د طالبانو د تېرو دوو کلونو کړنې هم له وژنو، د بشري حقونو له تر پښو لاندې کولو، توکمیز تبعیض، د نجونو او ښځو له تحصیل او کار سره له مخالفت، د قومونو له اجباري کډوالولو، د اساسي قانون له لغوه کولو، د خلکو رایو ته د مراجعې له نه کولو، د قانون له ماتولو او د غیر پښتنو قومونو له دود او ژبې سره له مبارزې مالامال دي.»
پاکستان او ایران په داسې حال کې د طالبانو له چلنده ناخوښي څرګندوي چې دغه دواړه هیوادونه په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې جدي سیمه ییز او نړۍوال ملاتړي بلل کېدل. اسلام اباد په ځلونو د طالبانو ډلې ته د مشروعیت ورکولو غوښتنه کړې او ایران هم له دغې ډلې سره نږدې اړیکې لرلې. که څه هم دواړو هېوادونو په دغو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي، خو تر اوسه يې طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په وار وار ویلي، چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي. خو د سیمې هېوادونه لا هم له شرایطو راضي نه دي. ځکه شواهد ښيي چې طالبان د خپلې واکمنۍ په جغرافیه کې د جهادي ډلو کوربه دي. د ازبیکستان او تاجیکستان پر خاوره د افغانستان له لوري توغندیز بریدونه د دې لامل شول چې دواړه هېوادونه د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړي. پاکستان او ایران هم په دغو دوو هیوادونو کې ناامني د دغو دوو هیوادونو د حکومتونو له مخالفو ډلو د طالبانو د ملاتړ له امله ګڼي. خو ډیری رسنیز فعالان پر دې باور دي چې د طالبانو، پاکستان او ایران تر منځ مقابله د ذهنیتونو د اړولو لپاره د دغو هېوادونو د رسنیو د تبلیغاتو یوه برخه ده، څو ځیني وختونه د نیوکو د راپارېدو مخه ونیسي.