پر هېواد د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې په افغانستان کې قومي او ژبني تعصبونه ډېر شوي، د هېواد د ژبو ويونکو ترمنځ د يووالي د رامنځته کولو هڅې يې له منځه وړي او د ژبنيو تعصبونو لړۍ يې پراخه کړې ده. که څه هم طالبان په په ظاهر ډول ژبني تبعیض جرم ګڼي، خو په نامستقیم ډول د دا ډول تعصبونو ملاتړ کوي. د ژبنیو تعصبونو د ودې لپاره د طالبانو ملاتړ اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلی چې د ویناوالو ترڅنګ یو شمېر دیني عالمان په مستقیمه توګه د طالبانو د قومي او ژبني تبعیض پر ضد د جهاد فتوا ورکوي او خلکو ته د طالبانو د بې عدالتۍ پر وړاندې د جګړې بلنه ورکوي.
د راپورونو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې وسلهوالو کوچیانو د غزني او میدان وردګ ولایتونو پر هزاره مېشتو ولسوالیو بریدونه کړي او د طالبانو په ملاتړ یې د سیمې خلک ځورولي دي. د دغو سيمو اوسېدونکي وايي چې کوچيانو د فصلونو له ويجاړولو سربېره پر ځايي خلکو ډزې او وهل ټکول پيل کړي او په يوه پېښه کې يې د خلکو د شخصي ځمکو د ځينو برخو د مالکيت ادعا هم کړې ده.
د غزني ولايت د ناور او مالستان ولسواليو او د ميدان وردګ ولايت د بهسودو يو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې پر دغو ولسواليو د وسلهوالو کوچيانو له بريدونو وروسته د خلکو کروندې په قصدي ډول له منځه تللي او ويجاړې شوې دي.
د دې سيمو اوسېدونکي چې د کوچيانو له ځورونې شکايت کوي وايي، د يادو ولسواليو له سيمهييزو طالب چارواکو سره يې د دې قضيو د څېړنې په موخه اړيکه نيولې. خو هغوى د ژبني تبعيض له کبله د کوچيانو ملاتړ کړى او حاضر شوي نه دي څو د استوګنې له سيمو کوچیان وباسي.
د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «کوچیان په قصدي ډول زموږ کورونو ته نږدې راځي، د رمو په تېرېدو سره د خلکو فصلونه له منځه وړي او که شکایت وکړو، طالبان یې ملاتړ کوي او د ځایي خلکو شکایت ته غوږ نه نیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال طالبانو د کوچیانو او سیمې ځايي خلکو د ستونزو د حل لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو اعلان کړی دی. د فارسي ژبې اوسېدونکي د دغه کمېسيون غړي په ژبني تعصب تورنوي او وايي او وايي چې د دې کمېسیون له لارې د خپلو ستونزو حل ته ترجیح نه ورکوي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژبنیو تعصبونو وده نه یوازې په هزارهمېشتو؛ بلکې دا د هېواد په تاجک مېشتو سیمو کې هم د لیدو وړ ده. د پنجشېر ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د طالب جنګیالیو د تفريح کوونکو له ځورونې او بې پروايۍ څخه شکايت کوي. د دوى په وينا، طالبان له دغه ولایته د لیدو پرمهال د خلكو د روحي او عاطفي ځورونې لامل ګرځي او د سیمې د اوسېدونکو اصلي دودونه له پامه غورځوي.
د پنجشېر اوسېدونکي متين مبشر په فيسبوک کې له یو هلمندي ځوان سره د خپلې لفظي شخړې په هکله ليکلي: « زه په یو دوکان کې ناست وم، ومې ولیدل چې څو ځوانان د پیکپ له موټره راکوز شول او هاخوا او دې خوا یې کتل، زه پوه شوم چې دوی هوډ لري څو کلي ته د تفریح لپاره دننه شي. زه پاڅېدم او نږدې ورغلم ورته ومې وویل وروره خیرت دی؟ ویې کتل، خو پام یې ونه کړ.»
د پنجشیر دا اوسېدونکی زیاتوي: «ما پخوانۍ پوښتنه بیا تکرار کړه. یو کس چې له ملا یې تومانچه تړلې وه، په پښتو کې وویل: څه خبره ده! ما وویل: وروره دا ځای د سیاحت او تفریح ځای نه دی، ځکه دا یو کلی دی او هغه ځای چې تاسې غواړئ پرې کېنئ، د کلي عامه سړک دی. له دې لارې د خلکو ښځې، سړي، ماشومان او نجونې تېرېږي او راتېرېږي. په سړک کې پاتې کېدل به خلک په ځانګړې توګه ښځې ځوروي. کورنۍ دې سیمو ته د توتانو د څنډولو او ټولولو لپاره راځي، ښه دا ده چې بل داسې ځای ته لاړ شئ چې د خلکو او د دوی کاروبار ته مزاحمت ونه شي. وګرځېد او په تکبر یې په پښتو وویل: موږ ځو همدې ځای کې تفریح کوو. ما په نرمۍ ورته وویل: وروره پنجشېر د افغانستان یوه برخه ده او تاسو حق لرئ چې دلته د تفریح لپاره راشئ، خږ په دې شرط چې خلکو ته مزاحمت ونه شي. په ورته وخت کې مې وویل چې د پنجشیري په توګه زه حق لرم چې هلمند ته راشم… ما غوښتل چې ادامه ورکړم خو زما خبره یې پرې کړه او ویې ویل: نه، موږ تاسو ته اجازه نه درکوو چې هلمند ته راشئ، هلمند ستاسې ځای نه دی.»
د پنجشېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې په تېره بيا د جمهوري رياست په دوره کې له بېلابېلو ولايتونو څخه خلک د تفريح لپاره دغه ولايت ته راتلل، خو د بې پروايۍ، ځورونې او چاپېريال د خرابولو اجازه نه ورکول کېده. د دوی په وینا، اوس د طالبانو اړوند وسله وال راځي او د خلکو غوښتنو، د قومونو کلتور او عنعناتو ته هېڅ پام نه کوي چې دا کار د خلکو د ذهني او احساساتي ځورونې لامل ګرځي.
پر دې سربېره د طالبانو سیمهییزو چارواکو د پنجشېر اوسېدونکو ته په دې شرط چې د دغې ډلې د سیمهییزو ادارو له اجازې وروسته به د دغه ولایت درو او دښتو ته ځي. هغه کسان چې غواړي د تفریح، څړځایونو او د پنجشېر نورو سیمو ته لاړ شي، باید لومړی د طالبانو له ځایي چارواکو څخه د یوې ورځې اجازه ترلاسه کړي او بیا د غرونو په لور حرکت وکړي. دغه وضعیت د دې لامل شوی چې یو شمېر دیني عالمان د طالبانو د وحشيانه کړنو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړي او خلک د دغې ډلې پر وړاندې جګړې ته وهڅوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د جوماتونو د چارو د همغږۍ پخواني مشر فضل کریم سراجي د ایران په مشهد ښار کې په یوې غونډه کې د طالبانو د قومي او ژبني تبعیض پر ضد د جهاد فتوا صادره کړې ده. هغه د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو څخه په ګټې اخیستنې، خلکو ته د طالبانو د ظلم پر وړاندې د ودرېدو بلنه ورکوي او وايي: «هغو خلکو ته چې ظلم ورسره شوی او ځورول شوي، اجازه ورکول کېږي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له خپل دښمن سره جګړه وکړي. تر ټولو لوی ظلم دا دی چې ته د خپل پلار د ځمکې مالک نه یې، د خپلې ځمکې د کرلو اجازه نه لرې، د پلار غره ته د څارویو د وړلو اجازه نه لرې، کله چې غواړې د خپل پلار له کوره د خپل پلار غره ته سفر وکړې، باید د اتو څخه تر څلورو بجو پورې له یوې دستګاه څخه موقتي سند یا کارت واخلې او د غره په لور حرکت وکړې.»