د طالبانو د استخباراتو ۤپه یوه نوي فرمان کې د بنسټپالو ډلو لکه حزب تحریر، جمعیت اصلاح او د هغه د محصلانو د څانګې «نجم» پر فعالیتونه بندیز لګولی دی. د جمهوریت په دوره کې هم د دغو ډلو پر فعالیتونو د افغانستان د چارو ځيني شنونکي اندېښمن وو، هغه افکار چې دوی دودول د هېواد د بې ثباتۍ لامل بلل کېدل، خو له دې سره سره، د یادو شویو او هغو ته د ورته سازمانونو د رسمي بندیز لپاره کوم ګام نه اخېستل کېده. دغه فعالیتونه د ځينو څارونکو تر نیوکو لاندې وو، خو د ډیموکراسۍ روح، ان ډېرې کمزورې بڼې یې د دغه راز چلند مخه نیوله.
د زغم او نرمښت روحیه او د پلورالېزم او کثرت پالنې په رسمیت پېژندل، له تاوتریخوالي پرته چارو کې د هېوادوالو په بنسټيزو حقونو باور لرل، د بیان ازادي او مذهبي ازادیو ته درناوی د سیکولار ډموکراسۍ له بنسټيزو ځانګړتیاوو دي چې تیوریکي بنسټونه یې د روښانتیا د پېر مخکښانو کېښودل. د دغو اساسي اصولو د بنسټيز کېدو لپاره خورا ډېرې هڅې وشوې. له نظریاتي ډکماتېزمه نیولې د انحصارپالنې د ځواک تر ننګولو او سختو عملي مبارزو پورې چې د تمامیت غوښتونکو برم یې راکم کړ او د ټولو لپاره یې ډګر پرانېست. تر هغې وروسته مذهب او نور بنسټونه سوله ییز ژوند ته ورسېدل. کلیسا او پوهنتون له اخو ډبه لاس واخیست او متدینو او نامتدینو ته برابر حقونه ورسېدل. د هماغه بهیر پایله ده، چې نن د اسلامي فعالیتونو په ګډون په لوېدیځو هېوادونو کې دیني فعالیتونه ازاد دي او د جوماتونو او اسلامي مرکزونو لپاره هېڅ محدودیت نشته که هغه سلفي وي که اخواني او که تبلیغي یا صوفي.
زموږ په هېواد کې بنسټ پالې ډلې له زغم، کثرت پالنې، د بیان له ازادۍ او د هېوادوالو له نورو بنسټېزو حقونو سره نا اشنا دي او هغه د لوېدیځ د کلتوري یرغل یوه برخه ګڼي او په ټول ځواک سره یې پر وړاندې درېږي. کله چې دغه اصول په رسمیت ونه پېژندل شي، ځای یې انحصار پالنه، تمامیت غوښتنه، استبداد، زورواکي او ځپل نیسي. دغه تجربه په هر هغه هېواد کې چې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د دغو ډلو تر ولکې لاندې راغلی، په ښکاره توګه لیدل شوې ده. د سوډان اسلام پالو پراخوانیانو او نورو کړۍ راتنګه کړې وه، د ایران اسلام پالو پر ملي- مذهبیانو، اصلاح طلبانو او نورو ډګر راتنګ کړی و او دا دی د افغانستان طالبانو د حزب تحریر، جمعیت اصلاح او نورو پر مخ لاره وتړله.
دغه ډلې تر هغه وخته چې د ډیموکراسۍ غوښتونکو او د دوی په اصطلاح د سیکولرانو په مقابل کې وي، نا اعلان شوی اتحاد مخته بیایي. په تېرو دوو لسېزو کې حزب تحریر، جمعیت اصلاح او د هغوی همفکران په لویو سټراټېژيو کې پر هماغه لار روان وو، چې مشري یې د طالبانو پرغاړه وه. هغوی ټولو په یو موټي توګه یادشوي اصول او ارزښتونه «غزوه فکري» یعني فکري جګړه بلله او ټولنه یې ترې کرکجنه کوله. هغوی په شور او ځوږ سره د لوېدېځ د ماتې زمزمې کولې او د په اصطلاح مجاهدینو بری یې ستایه. اوس چې د هغوی د خوښې وړ نظام راغلی دی، له دې پرته چې یوه ډله وغواړي، بله ډله په زور له مخې لرې کړي، تر منځ یې جګړه پېل شوې ده. یوازې د ډموکراسۍ په رڼا کې ده، چې د هرچا لپاره ځای وي. د طالبانو د اسلامي نظام له لاسه د ترکیې سیکولار نظام ته د دغو ډلو د مشرانو د پناه وړل د هغو کسانو د زده کړې لپاره ښه درس دی، چې د فکر کولو لپاره عقل لري.