۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو لخوا ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګیدلی، د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده خلکو ته ویلي چې خپلو میندو او خویندو ته د هغوی شرعی حقونه ورکړئ.
په کندهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر د هبت الله اخندزاده د وینا په خپرولو سره او ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې دوشنبه د غبرګولي پر ۲۸ مه د اختر د لمانځه پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړې ده چې طالب چارواکي او خلک باید د عالمانو «نصیحتونه» واوري او عملي کړي.
بلخوا، نوموړی د طالبانو د غړو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو خبرداری ورکوي او وایي چې نه په خپل رژیم کې دننه او نه بهر ختلافات غواړي.
نوموړي زیاته کړې ده: «د یو بل عیب په ښکاره مه وایئ او د ښکاره نیوکو مخه ونیسئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې په کندهار کې د اختر لمونځ د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د هبت الله اخندزاده په امامت ادا شو.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او نورې نجونې پوهنتون ته له تلو منعه کړي دي.