د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په غزه کې د اوربند په دویمه ورځ حماس د ۳۹ فلسطینیانو د خلاصون په بدل کې ۱۳ بهرنیان او څلور اسرائیلي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته وسپارل.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، دا تبادله د شنبې شپه، د نوامبر په ۲۵مه، شمالي غزې ته د مرستو رسولو په هکله د لنډمهاله ځنډ وروسته ترسره شوې ده.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري پر اېکس ټولنیزه شبکه کې ویلي: « ۱۳ اسرائیليان او څلور بهرنیان د سره صلیب د نړۍوالې ته سپارل شوي او د رفح بندر ته په لاره دي.»
انصاري تر دې وړاندې ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لنډ ځنډ د قطر او مصر له هڅو وروسته هوار شوی او ۳۹ فلسطینیان هم خوشې شوي دي.
هغه زیاته کړې: «په اسرائيلي يرغمل شويو کسانو کې اته ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي، په داسې حال کې چې د اسرائيل له زندانونو څخه خوشې شوي فلسطينيان ٣٣ ماشومان او شپږ ښځې دي.»
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړې او د سره صلیب نړۍواله کمیټه د دوی د راټولولو لپاره د حرکت په حال کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د حماس وسلهېوالې څانګې ویلي وو چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون دویم پړاو به تر هغه وخته پورې ودروي چې اسرائیل د اوربند ټول شرطونه نه وي پوره کړي، په دې کې د غزې شمال ته د بشري مرستو لېږدونکو موټرو ته د ننوتلو اجازه هم شامله ده.