۸صبح، کابل: د طالبانو د رئیسالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي چې دغه ډله د هېواد روغتيايي سکټور پياوړي کېدو ته هوډمنه ده او د ډاکټرانو او متخصصينو په همکارۍ به د روغتيا په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
حنفي دا څرګندونې شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د نوي سرپرست نورجلال جلالي د معرفي کېدو په مراسمو کې کړې دي.
هغه هیله ښودلې چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه او کارکوونکو د هڅو په پایله کې به دا ډله وکړای شي څو د هېواد په ټولو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ او ولایتي روغتونونه تخصصي روغتونونو ته لوړ کړي.
په هېواد کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د روغتیا سکټور ډېر زیانمن شوی او دغې ډلې تل په دې برخه کې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو محدودوونکي سیاستونو په هېواد کې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.
څه موده دمخه د روغتیا نړیوال سازمان، ۲۰۲۴ کال د افغانستان د روغتیايي سکټور لپاره له ننګونو ډک کال بللی او ویلي یې و چې د دغه هېواد وګړي بې ثباته روغتیايي سیسټم زغمي.